پاکستانۍ رسنۍ وايي، د دې هېواد کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی عماد وسیم په لوبه کې له ګربز سره د بد اخلاقۍ له کبله جریمه شوی دی.
عماد وسیم چې د یاد هېواد غوره لیګ سیالیو کې له کراچۍ کېنګز لوبډلې سره لوبېږي تېره ورځ یې اسلام اباد یونایټیډ سره د لوبې پر مهال کله یې چې ګربز اووټ کړ دهغه پر وړاندې یې داسې یو عمل تر سره کړ چې ډیر نامناسب وو.
د پي اس ایل اداری دهغه دا کار د قانون خلاف وګڼه او د هغه د لوبې ۵ سلنه فیس یې ترې جریمه کې وګرځوه.
باید ووایو چې دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان په دغه لیګ کې پاکستاني لوبغاړي نامناسب اخلاق کاروي.