د امریکا ځايي رسنیو راپورنو له مخې، دغه هېواد کې یوکس په داسې عجیبه ناروغۍ اخته شوی چې ټول یې حیران کړي دي د دوی په وینا د دغه کس پر ژبه ویښتان راټوکېدلي او پر ډېر بد حالت کې دی.
راپور همدا راز زیاته کړې چې دغه کس موده وړاندې مغزی سکته کړې وه چې د ډاکترانو تر څار لاندې وو او له همدې سکتې ورورسته پر دې ناروغې اخته شوی دی.
دغه راپور چې لایئف ساینس رسنۍ خپور کړی وایي، یاد کس ورورسته له هغه جلدي ډاکټرانو ته مراجعه وکړه چې پر ژبه یې تورې ټاپې پیدا شوي، ډاکټرانو له مایعنې وروسته مالومه کړه چې پر ژبه یې ویښتان راختلي.
روغتیاپالان وایي، دا ناروغي ډېره جدي نه ده او ناروغ ته کوم زیان نه رسوي، او دوی یې ژبه صفا کولای شي.
د دوی په وینا، دغه ناروغي اکثره په ډیر عمر لرونکو کسانو کې، د غاښونو پاکولو لپاره کلک برس استعمالولو، کلکو خوړو خوړلو او ډېری مساله لرونکو خوړو خوړلو څخه پیدا کیدای شي.