کور پانه / ادب / عجیبه مخلوق

عجیبه مخلوق

لیکوال: نعمان دوست

د شهزاده سرای مخ ته یو ماشوم چې د جنګ سوغات( ماین) ترې پښې اخېستي، په سینه پروت دی.

که څه هم د کابل ښار په دغه سرای کې په میلیونونو ډالر او نور اسعار لاس په لاس کېږي، خو د ماشوم په مخ کې په زړه غوړیدلې ټوټه یواځې یو څو افغانۍ پرتې دي.

ماشوم له سرای نه هر راوتونکي سړي ته چې بنډلونه یې په لاسونو کې دي ګوري، خو ده تته د چا پام نشته.

د ماشوم عمر روژې ته جوړ نه دی، خو دومره وږی ښکاري لکه ټول عمر چې روژه وي.

لغړ ماشوم د هغو کسانو ننداره هم کوي چې، د اختر لپاره یې د خپلو بچیانو ته ښکلي او ښایسته رختونه اخیستي دي.

غرمه په تېریدو ده، خو د ماشوم مخ ته یواځې نیمه سړه ډوډۍ چې کوم سخي (!)  به پرې لورولې وي، پرته ده.

هغه فکر وړی دی او همدې فکر کې د جومات د ملا امام دعا ته غوږ دی.

امام صاحب، به دعا کې وایي: خدایه ! ته عاددل پاچا یې زمونږ په حال ورحمېږه.

په دې خبره ماشوم موسکی شو او شونډې یې وخوځېدې.

شاید د هغه له خولې راوتلي وي چې، عجیبه مخلوق دی؟ له خدایه عدالت غواړي خو خپله یې ورته شا کړې ده.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

افغانستان کې لوبغاړي له ولسمشره محترم بلل کېږي خو ځینو یې د هېواد پاسپورټ ایسته غورځولی- جعفر هاند

نه مې غوښتل چې د «افغانستان د کرکټ د ځینو لوبغاړو په اړه د ځینو …