کور پانه / عمومي مالومات / شاه رخ خان څنګه له انسټګرام څخه په لس‌ګونو میلیونه عاید ترلاسه کوي؟

شاه رخ خان څنګه له انسټګرام څخه په لس‌ګونو میلیونه عاید ترلاسه کوي؟

د هند سینما یا بالیوډ ستوری شاه رخ خان د دې تر څنګ چې د سینما په برخه کې کار کوي او د نړۍ په کچه ګڼ شمېر مېنوال لري، په ټولنیزو رسنیو کې هم خورا فعال او د میلیونونو فالورزو لرونکی دی.

نوموړی یوازې په انسټګرام کې شاوخوا ۲۲ میلیونه فالورز لري، چې له دې لارې په میاشتني ډول په لوړه کچه عاید هم ترلاسه کوي.

خان د انسټګرام له لارې علانات هم خپروي او له دې لارې د پام وړ پیسي تر لاسه کوي، د مالوماتو له مخې دی له یوه اعلان څخه چې پر خپله پاڼه یې خپور کړي له ۸۰۰زرو نیولي ان تر لس میلیونو رپو پورې عاید تر لاسه کوي.

نو له دې څخه مالومېږي چې شاه رخ خان له انسټګرام څخه یوازې د انلاین سوداګرۍ لپاره کار اخلي او دا یې ځانته د عاید راټولو یوه غوره منبي ګرځولې ده.

خان یو ځل په ۲۰۱۴ کال کې د نړۍ په کچه دوېیم شتمن کس شو، همدا راز هغه د هند له شتمنو ستورو څخه هم ګڼل کېږي.

نوموړی په ۱۹۶۵ کال کې د د ډهلي په یوې مسلمانې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې، په ۱۹۸۸ کال کې یې د سینما په درشل پښه کېښوده، د ده لومړنۍ فلم «دل اشناهه» و، چې په کال ۱۹۹۱ کې یې تولید کړ.

له ډېرو هڅو وروسته خان له ۲۰۰۰ کال را په دېخوا د هند سینما په یو مشهور ستوري او د زړونو په خان بدل شو.

د هغه مشهور فلمونو څخه کوچ کوچ هوتاهی، دل والې دلهن لې جاونګې، کبي خوشي کبي غم، اووم شانتي اووم، دلوالې او داسې نورو فلمونو څخه یادونه کولای شو.

که څخه هم یو څو تېرو کلنو کې یې نوی فلم بازار ته نه دی وړاندې کړی خو ویل کېږي چې سږ کال به د پټان په نوم یو فلم چې ښځینه مرکزي ادا کاره یې ډیپیکا ده بازار ته وړاندې کړی.

د مالوماتو له مخې ډېپېکا به په دې فلم کې د شاه رخ خان ضد رول کې ظاهره شي.

تر دې وړاندې دوی دواړو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د (هپي نیو ایر) په نوم فلم کې ګډ کار کړی و.

خو د دواړو لومړنی ګډ فلم بیا په ۲۰۰۷ کال کې د (اووم شانتي اووم) فلم و، چې د نړۍ په کچه یې ډېر مېنوال پیدا کړل.

ټول ټال بیا دې دواړو اداکارانو په ګډه درې (‘Happy New Year’, ‘Chennai Express’ and ‘Om Shanti Om) فلمونو کې ادا کاري کړې ده.

. وياند

دا هم ولولئ

څنګه خپله اشتها ډېره کړو؟

څه وخورم؟ له لاندې ذکر شویو خوړو څخه هر یو یې د اشتها ډېریدو لامل …