کور پانه / ادب / روغتیا / سره مرچ مو کوم درد ته دوا دي

سره مرچ مو کوم درد ته دوا دي

د نړۍ ډېری خلک سره مرچ د درملیزو بوټو پادشاه په توګه پېژني، دلیل یې دا دی چې سره مرچ د انسان بدن ډېرو ستونزو درملنه کوي. تاسو کولای شئ هندي سره مرچ په خپل ورځېني خوارک کې اضافه کړئ، په دې لیکنه کې مو د دغو مرچو بې شمېره ګټو په اړه لیکي دي :

سره مرچ کولای شي درد کې کمښت راولي
کپسایسین د درد ارامونکی خاصیت لري، کله چې له کریم سره یوځای په پوستکي ووهل شي نو کولای شي درد ارام کړي. دا ځکه چې کپسایسین د p مادې، نوروپیتید تولید په بدن کې چې په مرسته یې د درد سیګنال مغز ته لېږدول کېږي کې کمښت راولي. کله چې د p ماده لږه تولید شي نو مغز ته د درد سیګنال نه رسېږي او د درد احساس کې کمښت راځي او سره مرچ د کپسایسین یوه غوره منبع ده.

سره مرچ په سرطان د اخته کیدو امکان کموي
سرطان داسې یوه ناروغي ده چې د حجرو نامنظمې ودې څخه منځته راځي، په مرچو کې کپسایسین هغه څه دي چې په سرطان د اخته کېدو ګواښ کموي.

په واقیعت کې، مطالعاتو ښودلې چې په هندي مرچو کې شته کپسایسین کولای شي د سرطاني حجرو لکه د پانقراس، پروستا او پوستکي سراطانونو وده قرار قراره کمه او ان وې وژني، که څه هم د کپسایسین دغه اغیز پر سرطاني حجرو هیله بښونکې ده، خو تر اوسه دا یوازې په ازمایښت‌ګاه او حيواني ډول ازمایل شوې ده، او تر اوسه په انسان کې د مطالعاتو لاندې نه ده نیول شوې.

مرچ خوړل مو عمر اوږدوي
په دې ورستیو کې یوې ایټالیوي څېړنې ثایته کړه چې مرچو کارول د عمر اوږدوالي لامل کېږي.

دغه څېړنه چې په ۸۱۱۰۲۲ اټالویانو ترسره شوه وې ښودله چې په یوه اونۍ کې درې یا څلور ځله د ترخو خوړو کارونه د مرګ ګواښ ۳۴ سلنه او د زړه ناروغیو له کبله مرګونه ۲۳ سلنه کموي.

همدا راز ورته څېړنې د نړۍ په نور هېوادنو لکه امریکا او چین کې هم تر سره شوې وې او وېښودله چې د مرچو کارونه پرته له هغو کسانو څخه چې الکل او سیګریټ کاروي د مرګ خطر کموي.

سره مرچ په خپل خوراکې رژیم کې د اضافه کولو لپاره یوه ښه ماده ده

په اسانۍ سره کولای شي خپل خوراکي رژیم کې هندي سره مرچ ډیر کړئ، او په بېلابېلو بڼو ترې ګټه واخلئ.

تاسو کولای شئ له بازره په بېلابېلو ډولونو سره مرچ تر لاسه کړئ.

د هندي مرچو کارولو ګواښونه
هندي مرچ په ټوله کې د امنو خوړو په توګه پېژندل شوي دي خو په یو وخت کې یې ډيره کارونه کولای شي د معدي درد او د سختې ناروغۍ احساس پیدا کړي. که د لوړ فشار درمل لکه د ACE کنټرولونکې مخکې له کپسایسین څخه وکاروئ نو باید له یو ډاکټر څخه لیدنه وکړئ ځکه ممکن شدید ټوخی رامنځ ته کړي.

همدا راز که تاسو د وېنې رقیق کولو درمل لکه وارفارین کاروئ نو مخکې له دې چې هندي مرچ وخورئ له ډاکټر سره مو مشوره وکړئ، ځکه چې ممکن خون‌ریزي مو ډيره کړي، د دې ترڅنګ نه باید سره مرچ د کارولو پر مهال مو د پوستکې په زخم ولګېږي.

په پای کې باید ووایو چې هندي مرچ د ډيرو روغتیایي ګټو لرونکي دي، چې یو له ټولو مهم لامل یې په مرچو کې د کپسایسین شتون دی. خو د دغو ټول ګټو تر څنګ ممکن اشتها او لوړ فشار راټیټ کړي.

. وياند

دا هم ولولئ

ستاسو د ملا تېر شپږ دښمنان لري

د ملاتېر په خپل جوړښت کې له ۳۳ هډوکو یا مهرو څخه جوړل شوی دی …