کور پانه / ادب / زمونږ هر احساس موږ ته څه پیغام لري؟

زمونږ هر احساس موږ ته څه پیغام لري؟

د انسانانو ژوند له ګڼو ښو او بدو پیښو سره تړلی دی. چې هر څوک د دې پیښو پر وړاندې ډول ډول دریځ او یا reaction ښکاره کوي، خو ایا خبر یاست چې زموږ دا احساسات موږ ته څه پیغام لري.

په غور یی ولولئ او د خپلو احساساتو اغیزه مو په ژوند کې په ریښتیا سره وپیژنئ.

خفګان: خفګان مونږ ته دا پیغام راکوي چې د ژوند تګلاره مو ښه نه ده، په تیره کې د ژوند کولو پر ځای باید نن کې ژوند وکړو او د منفي احساساتو پر ځای باید مثبتو اندونو او فکرونو ته وده ورکړو.

ډار: ډار دا پیغام لري چې ځان مو ډېری وخت پر هغو مسایلو بوښت کړي، چې زمونږ ژوند پوری هیڅ تړاو نه لري.

فشار او روانی ستونزې: دا پیغام راکوي چې په خپل ژوند او چارو مې برلاسی نه یم. او باید خپلي وړتیاوې زیاتې کړم ځکه زه د ژوند ریښتینې سمون ته اړتیا لرم.

پر ځان باور نه لرل: دا پیغام راکوي چې کومې ژمنې مې له ځان سره کړي عملي کووم یی نه او له همدې کبله نور نشم کولای پر ځان حساب وکړم.

ژر خفه کیدل: دا پیغام لری چې د ځان په لوړ ګڼلو اخته شوی یم او وړوکې شانتی مخالفت نه شم زغملای، ځکه؛ داسې فکر کوم چې زما هره خبره او کړنه سمه ده.

په حقیقت کې هر ډول منفی احساسات له دننه یو پیغام لري چې زموږ له دننه منفی ټکو ته اشاره کوي.لیکنه: عمر احمدزی

. موسی وياند

دا هم ولولئ

هوښیار یا آګاه او ناخودآګاه ذهنونه وپیژنئ

زموږ هوښیار ذهن دتفکر وړتیا لري، له همدې کبله کولی شي یو شی ومني او …