کور پانه / لوبې / زمبابوې د افغانستان پر وړاندې ټېسټ لوبو ته لوبډله اعلان کړه

زمبابوې د افغانستان پر وړاندې ټېسټ لوبو ته لوبډله اعلان کړه

افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روان کال مارچ میاشت کې له زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې سره دوه ټیسټ لوبې  تر سره کوي چې نن د زمبابوې کرکټ بورډ یادو لوبو ته خپله لوبډله اعلان کړه.

د یاد کرکټ بورډ له لوري په اعلان شوې ۱۵ کسیزه لوبډله کې سین ویلمسن ( لوبډلمشر)، ریان بورل، سکندر رضا، ریګیس چکابوا، کیوین کاسوزا، ویسلي میدهیوري، ویلټن مسکدزا، پرینس ماسوري، برینډم ماتوا، تاریسا مسکندا، ریچموند موتمبامي، بلیسینګ مزریباني، ریچارډ نګاروا، ویکټور نیاچي او ډونالډ ټریپانو شامل دي.

ټاکل شوې افغانستان د راروانې مارچ میاشتې په دویمه او لسمه نیټه له زمبابوې سره دوه ټیسټ لوبې ترسره کړې چې له دغو دوو ټیسټ لوبو وروسته درې نورې یو ورځینې لوبې هم لري.

دغه لوبې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي خو لا تر اوسه د افغانستان کرکټ بورډ نه ده ټاکلې چې دغه لوبې به په کوم هېواد کې ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ ملي  لوبډلې تر دې مهاله څلور ټیسټ لوبې ترسره کړي چې له ډلې یې دوه ( له ایرلینډ او بنګله دیش ) ګټلي او دوه ( هند او ویسټ انډیز ته) بایللي دي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

سیډنې سیکسرز د بیګ باش لسم پړاو اتلولي وګټله

سیډني سیکسرز لوبډلې د اسټرالیا کرکټ غوره لیګ یا بیګ باش په پایلوبه کې پیرت …