کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / زمبابوې افغانستان ته د لس ویکټو په ستر توپیر ماتې ورکړه

زمبابوې افغانستان ته د لس ویکټو په ستر توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو تر منځ نن د ټیسټ لوبو لومړنۍ لوبه پای ته ورسیده چې افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د لس ویکټو په توپیر ماتې وخوړه.

د لوبې په پیل کې ټاس د افغانستان لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د یادې لوبې په لومړي انینګز کې افغانستان لوبډلې د ۴۷ اورونو په ترسره کولو سره ۱۳۱ منډې جوړې او خپل ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

دې لوبډلې ته د توپ وهنې په برخه کې افسر ځاځي ۳۷، ابراهیم ځدران ۳۱، امیر حمزه ۱۶، اصغر افغان ۱۳، مونیر احمد ۱۲، رحمت شاه ۶، حشمت الله ۵، عبدالواسع ۳ او یمین احمدزي یوه مندې جوړې کړې.

دې اننګز کې زمبابوې لوبډلې لپاره بیا د توپ وهنې په برخه کې بلیسنګ موزربانې څلور، ویکټور ۳، ډونالډ ټیریپونو، سین ویلیمس او سیکندر رضا یوه-یوه ویکټه واخیسته.

مقابل کې زمبابوې لوبډلې په خپل لومړي انینګز کې ښه توپ وهنه ترسره کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۲۵۰ منډې جوړې کړې.

یادې لوبډلې ته سین ویلیمس ۱۰۵، ریګس چکابوا ۴۴ او سیکندر رضا ۴۳ تر نورو لوړې منډې جوړې کړې. افغان لوبډلې لپاره بیا توپ وهنې په برخه کې امیر حمزه شپږ، ظاهر خان دوه، یمن احمدزي او ابراهیم ځدران یوه-یوه ویکټې واخیستي.

د لوبې په دوام کې افغانستان دویم انینګز کې ټول ټال ۱۳۵ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړې یې له لاسه ورکړل چې په ټوله کې د افغان لوبډلې منډې ۲۶۶ منډې شوې یعنې افغانستان له زمبابوې شپاړلس منډې دېرې ترسره کړې او زمبابوې لوبډلې ته یې د ۱۷ منډو هدف وټاکه.

دې انینګز افغانستان لپاره ابراهیم ځدران تر ټولو غوره توپ وهنه ترسره کړه نوموړي به ۱۴۵ توپونو ۷۶ منډې جوړې کړې.

خو د زمبابوې لوبډلې ټاکل شوی هدف په ډېر اسانۍ سره پوره او لومړۍ ټیسټ لوبه یې په خپله اتلولۍ پای ته ورسوله.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

عمران خان:هند د نړۍ یوه غښتلې لوبډله ده

د پاکستان لومړي وزیر او د کرکټ پخواني لومړي وزیر عمران خان وایي، د هند …