کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / زابل د ۳۴میلیونه افغانیو په ارزښت معیاري لوبغالی جوړ شو

زابل د ۳۴میلیونه افغانیو په ارزښت معیاري لوبغالی جوړ شو

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، په زابل کې لومړنۍ معیاري دکرکټ اکاډمي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه لوبغالي او اکاډمۍ رغنیزې چارې پنځه کاله وړاندې پیل شوې وې چې سږکال یې د ۳۴ میلیونه افغانیو په لږښت چارې پای ته ورسیدې او ګټې اخیستې ته چمتو شو.

دغه لوبغالی چې په ۵ جرئیبه ځمکه کې رغول شوی په یوه وخت کې د لس زره نندارچیانو د ځایولو وړتیا لري.

د دې تر څنګ یاد لوبغاړي کې دوه پوړه معیاري ودانۍ، د نندارچیانو لپاره د ناستې ساحه، احاطوي دېوال، روزنیزه اکاډمي، مسجد او نورې اسانتیاوې موجودې دې.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

افغانستان له نیدرلند سره کرکټ لوبې ترسره کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ټاکل شوې چې افغان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۲م …