په جاپان کې د پوهانو له لورې تر سره شوې څېړنې ښایي چې د شپې له لوري څراغ بل پریښودل او ان د سپوږمۍ رڼا ته ویده کیدل د ځینو وژونکو دماغي ناروغیو لامل کیږي.
څیړنو خودلې چې د شپې له لورې بل څراغ ته خوب کول د دماغي سکتې او د زړه ناروغیو له لارې مو د مرګ ګواښ ډیروي.
په یاده برخه کې پوهانو ویلي، د څراغ وړانګې په لوړه کچه ککړتیا زیږوي، چې زیان یي په رګونو کې د وېنې د وچیدو له ناروغۍ سره برابر ده .
هغوی زیاتوي چې د شپې له لورې دخوب پر مهال په وریځو د رڼا لږیدل په بدن کې د میلاتون هرمونونو تولید کموي چې یاد هورمونونه د اوږدې مودې خوب لامل کیږي د دې تر څنګ د وینې فشار، ګلوکوز او د بدن تودوخه کموي.
«کینجي اوبیاشي» چې په یاده برخه کې یې څېړنې تر سره کړي وایي:
«مونږ په رڼا کې د خوب او د وینې وچېدلو ترمنځ ښکاره تړاو موندلی، د وینې وچېدلو ناروغي په عام ډول د پيژندل شويو علتونو څخه رامنځته کیږي، لکه سګريټ څکول، چاغوالی، شکر او د وینې لوړ فشار.»
د دې تر څنګ پوهانو د ګڼ شمېر لاملو نو په نظر کې نیولو سره ویلي چې د شپې لخوا د مبایل کارول د سرطاني ناروغیو لامل کیږي ځکه چې د مبایل څخه
د راوتلو وړانګو اغیزه د انسان په روغتیا ډیره ژوره ده او وایې چې له خوب څخه باید شاوخوا دوه ساعته وړاندې د مبایل کارونه بنده شي.