کور پانه / ادب / روغتیا / رومیان (ټماټر) او ګټې یې؛ په میندو کې شودې هم زیاتوي

رومیان (ټماټر) او ګټې یې؛ په میندو کې شودې هم زیاتوي

د پخوانیو طبیبانو په اند رومیان د طبیعت له پلوه معتدل او خشک دي خو په ترکاریو کې يې لوړ ځای ځکه دی چې یو خو د هرې ترکارۍ خوند ورباندې برابرېږي او بل ډېر ګټور هم دي.

 ځکه رومیان د شنو سابو په څېر فولاد، ویټامینونه، معدني مالګې او ډول، ډول ویټامینونه لکه اې، بي سي، ج او «دال» لري. وینه پیدا کوي، قبض له مېنځه وړي، کولمو ته ګټه رسوي.

هغه مېندې چې کوچني ته شودې ور کوي که ويې خوري نو شودې به يې زياتې شي او څرنګه چې فولاد لري بدن ته قوت هم وربښي، که کوچنیانو ته د رومیانو اوبه ور کړل شي ډېره ګټه به ورته ورسوي په تېره بیا غاښونو ته يې.

څرنګه چې رومیان ډېر ګټور شی دی نو نویو څېړنو په  ډاګه کړې چې دغه لاندې مواد په کې شته:

په سلو کې ۸/ ۹۲ اوبه، ۹/۱  ګرامه پروټین، ۱۰۰ ملي ګرامه شحمیات، ۵/۴  ګرامه کاربو هایېډرېټ، ۷۰۰  ملي ګرامه معدني مالګه، ۲۰ ملي ګرامه کلشېم لري.

خو ددې لپاره چې تریو والی لري باید د ټوخي، نزلې او زکام پر وخت و نه  کارول شي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

مسج کول مو فشار ټیټوي-څېړنه

پوهانو وايي: دټیلفون له لارې دلنډو پیغامونوSMS لیږد له سړی سره دا مرسته کوي، چې …