اسپوتنیک د روسیې روغتیایي او بیولوژکې موسسې رییس وادیم تاراسوف له قوله لیکلي چې د یاد هېواد مسکو روغیتایي پوهنتون کې په داوطلبانو د کرونا واکسین لومړنۍ ازمایښت په بریالي توب سره پای ته ورسېد او مثبته پایله یې ورکړه.
نوموړی وایي، داوطلبانو لومړنۍ ډله چې د کرونا ویروس ضد واکسین تر ازمایښت لاندې ول ډير ژر به له روغتونونو رخصته شي.
دغه پوهنتون د ورسیې ګامالیه اپیدمیولوژې او میکروبیولوژې انسټیټیوټ له لوري د جوړ شوي واکسین د دغه ازمایښت د وران میلادي کال جون میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل کړی و.
سچینوف پوهنتون په داوطلبانو د کرونا ویروس ضد واکسین ازمایښت په بریالي توب سره ترسره کړی دی.
د یاد پوهنتون روغتیایي مدیر الکساندر لوکاشوف ویلي، د واکسین د ازمایښته له دې مرحلي څخه موخه بدن ته د واکسین بې ضررۍ مالومول ول چې په بریالېتوپ سره پای ته ورسېده.
لوکاشوف زیاته کړې، د یاد واکسین خوندیتوبونه تائید شوي. او دا واکسین په بازار کې له نور سره د خوندیتوب له نظره هیڅ توپیر نه لري.
سچینوف پوهنتون د دې ترڅنګ چې د زده کړو ورکولو په برخه کې فعالیت کوي، د نویو او پیچلو مسایلو حل یو څېړنېز مرکز هم دی.