کور پانه / ادب / روغتیا / روحي فشارونه او پر جسم یې اغیز

روحي فشارونه او پر جسم یې اغیز

څیړنې ښیي چې د روحي فشارونو زغمل سن ته له پامه پرته په بیلا بیلو کسانو کې د ځینو مزمنو ستړیاو لامل ګرځي.

له میدیکل نیوز څخه په نقل ، ډیرې ستړیاوې په ځانګړې توګه په تنکیو ځوانانو کې د جسمي ناروغیو له امله نوي بلکې د ډیرو لاملونه د روحي فشارونه زغمل وي چې خالي شوي نه دې او د روان پوهانو په خبره چې سرکوب شوي یعنې د انسان په وجود کې دننه پاتې شوي.

ترڅنګ یې که استرس او منفي روحي د وضعیت دوام هغه په تدریج سره به په خواشینۍ (افسردګۍ) اخته کوي او آن تر دې چې له نورو رواني ناروغیو سره هم لاس او ګریوان کیږي.

د یادولو وړ ده چې روحي فشارونه کیدای شي د لمړنیو اړتیاوو لکه د مناسبو خوړو ، د ژوند لپاره د مطلوب ځای، یا هم د ځینو عاطفي او ټولنیزو فشارونه او مالي کمیو په دلیل وي.

څیړونکو په خپله دولس کلنه څیړنه کې له ۱۰ زرو څخه په زیاتو کسانو په انګلستان هیواد کې دا موندلې چې روحي فشارونه کیدای شي په لومړیو کې د طبیعی کړنو مخیوی ونه کړي خو له څه مودې وروسته له هورموني بدلونونو او پر رګونو ، زړه او په مغزونو له اغیزې وروسته بې له کوم علت څخه په دایمي ستړیا بدلیږي .

په همدې دلیل هغه کسان چې له روحي اړخه په مزمنو ستړیاو اخته شوي ۶۸ په سلو کې د زړه په بیلابیلو ناروغیو اخته کیږي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …