کور پانه / خبرونه / راشد خان له زمبابوې سره په لومړنۍ ټیسټ لوبه کې ګډون نه کوي

راشد خان له زمبابوې سره په لومړنۍ ټیسټ لوبه کې ګډون نه کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان لوبغاړی راشد خان نه شي کولی له زمبابوې سره په راروانه ټیسټ لوبه کې ګډون وکړي.

د یاد بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، راشد خان د خپل ښي لاس ګوتې کې د ټپ له کبله نه شي کولای لومړنۍ ټیسټ لوبه کې ولوبېږي.

ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د راروانې مارچ میاشت کې دوه ټیسټ او درې یو ورځنۍ لوبه ترسره کړي.

د یادو لوبو لومړنۍ ټیسټ لوبه به د مارچ میاشتې په دوییمه نیټه او دویمه لوبه به یې د همدې میاشتې په لسمه نیټه ترسره شي.

دغه لوبې د افغانستان په کوربه توب عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

لومړۍ ODI لوبه، لومړۍ سلېزه او لومړی ریکارډ

د افغانستان کرکټ ملی لوبدلې اوپینر توپ وهونکي رحمن الله گربز نن د ایر لینډ …