کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / راشد خان د کرکټ په نړۍ کې نوی ریکارډ جوړ کړ
راشد خان د کرکټ په نړۍ کې نوی ریکارډ جوړ کړ

راشد خان د کرکټ په نړۍ کې نوی ریکارډ جوړ کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد ارمان لومړنی ځوان لوبغاړی شو چې په شل اوریزو لوبو کې یې ۳۰۰ ویکټې ترلاسه کړې.

نوموړي یادې ویکټې په ۲۱۳ شل اوریزو لوبو کې ترلاسه کړي دي چې دغه ۳۰۰ ویکټې یې تیره ورځ په کاربین پریمیر لیګ کې د خپلې لوبډلې په ګټه د دوه ویکټو په اخستلو سره پوره کړې.

راشد خان د هېواد هغه تکړه لوبغاړی دی چې د کورني لېګونو ترڅنګ په نړیوالو مشهورو لېګونو کې هم لوبېږي او ډېر نړیوال مینوال لري.

همدا راز څه موده وړاندې خان په شل اوریزو لوبو کې د ای سي سي یا کرکټ نړیوالې شورا له لوري تر ټولو غوره لوبغاړي په توګه معرفي شو او لومړی ځای یې خپل کړ.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د لنکا پریمیر لیګ دوېم پړاو لپاره اتو افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې

د سریلانکا هېواد مشهوره تجارتې کریکټ سیالیو دوېم پړاو لپاره ۸ افغان لوبغاړو خپل نومونه …