د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستوری لوبغاړي راشد خان په یوې تازه مرکه کې ویلي، په اسیا کپ کې لوبه کول نه بلکې دوی ته د لوبې ګټل مهم دي.
نوموړي یادې څرګندونې د ډېوې راډیو له خبریالې منزه شهید سره مرکه کې ویلي او زیاته کړې یې ده چې له ای پي ایل وروسته د اسیا کپ سیالۍ پیلېږي او په وینا یې د افغانستان کرکټ بورډ باید ورته ښه تیاری ونیسي:
که هر لوبغاړی په ځان باور ولري نو موږ به په اسیا کپ سیالیو کې ښې لاسته روړنې ولرو.
خان اوس مهال د هند په غوره لیګ یا ای پي اېل کې د ګجرات لوبډلې سره لوبېږي.