کور پانه / ادب / روغتیا / د ګیډې ګیس څخه د خلاصون لار

د ګیډې ګیس څخه د خلاصون لار

که یو څوک د ګېډې د ګیس ناروغي ولري، د دې له وجې ډېر تکلیف سره وخت تېروي او په ځینو معاشرو کې د شرم باعث هم وي.

د ګېډې د ګیس لاملونه ځینې خوراکونه، زیات خوراک او ورزش نه کول دي، په همدې قسم داسې تازه مېوې او سبزیانې هم شته لکه نشپاتی، ګوپي،ملۍ،لوبیا، پیاز او پنېر چې د ګېډې د ګیس د پیدا کېدو لامل کېږي، خو د امکان تر حده خو لومړی د همدې شیانو څخه پرهېز وکړئ.

خو دې یوې خبرې ته تل پام وکړئ، چې له ډوډۍ وروسته لنډ د اوبو څښل د ګېډې د ګیس ناروغۍ لامل کېږي نو له دې کاره ځانونه وژغورئ ځکه د اسلام له نظره هم دغه کار ښه نه دی بلل شوی او بل معدې ته هم تاواني دی.

تل خوراک کم او په حوصله خوراک وکړئو د دې ترڅنګ له ډوډۍ مخکې اوبه وڅکئ او په خوراک لږ لیمو استعمال کړئ، تر څو په دې ناروغۍ اخته نه شی.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د وامداره ستړیا ۷ مهم لاملونه وپیژندل شول

موږ ټول پر دې پوهیږو که په ۲۴ ساعتو کي کافي خوب ونکړو نو د …