کور پانه / ادب / روغتیا / د ګلپي روغتیایي ګټې؛ په لوستلو به یې حیران شئ

د ګلپي روغتیایي ګټې؛ په لوستلو به یې حیران شئ


ګلپي د دې ترڅنګ چې د کولمو دردونه او ناروغۍ له منځه وړي او نورو خوراکي موادو ته د هضم لار برابروي، سرطاني حجرې هم له منځه وړي.

د ګلپي یو له ښه ځانګړنو څخه دا ده چې وزن کموي او د قبضیت لمنځه وړونکی دی.

د ګلپي خواص:

۱. ګلپي د ویټامین A،B،B1،B5،B8 اوC لرونکي دي.

۲. پاخه ګلپي خوړل لرزه لمنځه وړي، خوب راوړونکی دی او د سترګو او دید قوي کوونکي دي.

د حاد برونشیت او ټوخي درملنې لپاره ډېر ګټور دي.

هره ورځ یې د لېمو اوبو سره مخلوط او وخورئ د ویني فشار او زردي لپاره ګټور دي.

د ګلپي تازه پاڼې د طحال التهابونو لپاره ګټور دي.

ګلپي له وچ انځېر سره یوځای پاخه کړئ او اوبه یې له شاتو سره یوځای او وڅښکئ د غږ نیونه چې د هوا سوړ والي او یا رطوبت له کبله وي لمنځه ځي.

د ګلپي تازه اوبه له شاتو سره ګډ کړئ او په ورځیني ډول یې له درې تر څلورو سوپ خوري قاشغو وڅښکئ د سینې نرمولو او ټوخي ارامولو لپاره ګټور دي.

له شیدو سره یې ګډ پاخه کړئ او ترې مرحم جوړ کړئ دغه مرحم د درد پر ځای و وهئ د اعصابو درد تسکینوي.

زړه تقویتوي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د وزن ډېریدو او چاغیدو سره د مالګې اړیکه

په لږه کچه مالګه د روغتیا سلامتي لپاره مهمه ده او د الکترولیت توازن، د …