که د خوراک خبره وشي نو موږ هر یو به د خپل زړه د خوښې خوراک نوم واخلو او له دغو خوراکونو څخه به په خپل ورځني ژوند کې ګټه پورته کو ترڅو روغ رمټ اووسو، په دې سره مې نن د ګازرو د بوټي هغه لس څېړل شوي ګټې لوست ته تیاري کړﺉ، چې په لوستلو سره به ستاسو د خوښی وړ څښاک او خوراک وګرځي.
۱-ګازري د ( A ) ویټامین په لرلو سره د سترګو لید پیاوړی کوي، او د سترګو په روغ ساتلو کې اړین رول لوبولئ شي.
۲- دا نارنجي بوټی د زړه په روغ ساتلو کې هم ځانګړی رول لوبوئ.
۳- ګازرې مو هضم کې رغنده رول لوبولئ شي، نو د غوره هضم لپاره ګازرو نه کار واخلئ.
۴- که غواړئ چې غاښونه مو روغ او قوي اوسي نو د ګازرو خوراک مه هیروئ.
۵- ګازري سرطان زد خواص لرې چې په استعمالولو سره د سرطان مخنوی په خپله کولی شي.
۶- ګازرې د ځېګر فعالیت ښه کوﺉ او د ساه اخیستلو سیسنم ته هم ګټه لري.
۷ – د زړه د حملې چانس کموﺉ.
۸ ـ پوستکی مو تازه او ښکلې کوﺉ.
۹ـ د پښتورګو فعالیت پیاوړی کوﺉ.
۱۰- د ګازرو د اوبو څښاک مو تنده ماتوﺉ.
ژباړه او زیاتونه: عمر احمدزی