کور پانه / ادب / روغتیا / د کېلې پوستکي سره غاښونه داسې سپین کړئ

د کېلې پوستکي سره غاښونه داسې سپین کړئ

غاښونه د انسان په بدن کې هغه ظاهري او د خلکو پام اوښتونکي غړي دي، چې د خوښۍ او خند پر مهال د خلکو توجه ډېره جلبوي، که چیرې د یو چا غاښونه سپین وي، نو د خلکو د خوښۍ وړ ګرځي، او د خبرو اترو پر مهال ورسره نه تنګیږي.ع

خو که د یو چا غاښونه زېړ او خېرن وي، نو د خلکو په نظر کې ناوړه ګرځي، او نه غواړي چې له ده سره خبرې وکړي.

نو د همدې له وجې خلک غواړي تر څو د اسانو او مجربو لارو څخه خپل غاښونه سپین کړي.

د غاښونو د سپینولو په اړه د یو شمېر پوهانو د لارښوونو تر څنګ یو هم د کېلې د پوستکي د داخلي برخې لارښوونه ده، چې د غاښونو په سپینولو کې درسره ښه مرسته کوي.

کله مو چې کېله سپینه کړه، نو د هغې د پوستکي داخلي برخه به ښه وګروئ، او په خوله کې به یې د ژبې په مټ په غاښونو پورې تر دوو دقیقو پورې ښه وموږئ.

طب پوهان وايي، چې د کېلې د پوستکي په داخلي برخه کې پراته ګټور منرالونه لکه پوتاشیم، منګنېزیم او منګانیز شتون لري، چې د غاښونو په سپیناوي کې تر هر څه ښه رول لوبوي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د سالم بدن لرلو لپاره شات وخورئ

د انسان بدن د خپلې سلامتيا او غښتلتيا لپاره ډول ډول خوراکونو ته اړتيا لري، …