کور پانه / لوبې / د کوهلي نڅا په اړه د ارچر جالبه تبصره

د کوهلي نڅا په اړه د ارچر جالبه تبصره

که تاسو کرکټ ګورئ او ورسره خواکې ټېټر هم تعقیبوی، نو دا به ناممکنه وي چې د جفرا ارچر تبصرې مو مخې ته رانه شي. د انګلستان کرکټ ملي او د راجستان رویل لوبډلو دغه تېز توپ اچونکی په کرکټ کې د هرې جالبې پېښې په اړه ټویټ کول اوسني نه بلکي له کال او له هغې څخه هم وړاندې پیل کړي. او دایې ځانته یو ښه تفریح ګڼلی.

هغه تازه د ویراټ کوهلي د نڅا ویډیو په اړه چې د بنګلور او پنجاب لوبډلو لوبې پر مهال یې کړې یوه جالبه تبصره یا کمینټ لیکلی:

کله چې هغه درته ووایي له کوره ووځه، او دروازه هم بنده کړه.

کوهلي د پنجاب پر وړانې لوبه کې د لوبې تر ټاس وړاندې څو ځله په ګرونډ کې ډانس وکړ، څو دقیقي وروسته یې انځورنه پر ټېوټر خواره د لوبې له پیلیدو وړاندې خپاره شول.

لا تر اوسه مالومه نه ده چې هغه ولې دومره خوښ او  دنڅا کولو لامل یې څخه و، خو دا رښتیا هم د هغه لپاره یو مهمه لوبه وه ځکه چې دې لوبې سره د شل اوریزو لوبو په تاریخ کې لومړنی کس شو چې ۲۰۰ لوبې یې پوره کړې.

په یاده لوبه کې پنجاب لوبډلې د اته ویکټو په توپیر بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه.

. وياند

دا هم ولولئ

افغانستان او افغانانو ته ستر ویاړ

د بیګ باش لېګ بورډ ویلي، د نړۍ شل اورویزو لوبو غوره او لومړی نمبر …