کشمش چې له انګورو څخه جوړیږي، چې بدن ته د ډېرو مغذي موادو لرونکي دي، کشمش د اوسپنې، پوتاشیم، کلسیم او د بي کورنۍ ویټامینونو لرونکي دي. کشمش د انټې اکسیداني خاصیت له کبله د حجرو له منځه تللو څخه مخنیوی کوي. دغه وچه میوه وکاروئ تر څو له بدن څخه مو سستي لمنځه لاړه شي.
روغتیا پالانو د کشمش ځینې ګټې په دې ډول یادې کړي دي چې د کاروان روغتیا په دې برخه کې مو ترې یادونه کړې ده.
کشمش د هډوکو سلامتیا او د هډوکو نرمیدو څخه په خلاصون کې مهم رول لري.
د ویټامین ډي ښه منبع ده چې د غاښونو او جامې سلامتیا لپاره ډېر ګټور دي.
کشمش استریس او اضطراب له منځه وړي.
کشمش په غوښه کې وکاروئ تر څو د خوړو غوړ او سودیم کم خو د فایبر او اوسپنې کچه لوړه کړي.
کشمش له سرطان څخه مخنیوی او عصاب اراموي.
دغه میوه د رګونو په خې کارکونې کې مرسته کوي.
همدا راز کشمش د سترګو سلامتیا لپاره هم اړین دي.
کشمش د بدن اضافي اوبو له منځه وړلو لامل کېږي.
کشمش د خولې بد بوی لمنځه وړي.
او په هېواد کې د انګورو باغونه په یو شمېر ولایتونو لکه غزني، زابل، کندهار، هرات، او کابل کې په لوړه پيمانه شتون لري، د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول لوبوي.