د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهوونکي حضرت الله ځاځي د یو ویډویي پیِغام له لارې خپل نظر د کرونا ویروس په اړه وړاندې کړ او یاده ویډیو د کرکټ بورډ رسمي فیسبوک پاڼې له لورې خپره شوه.
حضرت الله ځاځي په یاد ویډیویې پېغام کې له خلکو د دغه وژونکې ویروس له خپریدو څخه د مخنیوی غوښتنه کړې او ویلي یې دي:
“ګرانو هېوادوالو د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره لاسونه هره ورځ څو ځلې د ۲۰ ثانیو لپاره په اوبو یا هم صابون پرېمنځلئ او یا هم د مکروب ځد موادو باندې پاک کړئ “
کرونا ویروس چې یو پاندیمي (نړېوالې اپيديمۍ ته پانديمي وئېل کېږي يعنې د نړۍ ټول خلک د ناروغۍ د اخته کيدو په خطر کې وي.) ناروغۍ په توګه پېژندل شوی د لوبو پر ډګر یې هم خپلې منفي اغیزې پریښې دي.
د یاد ویروس له کبله به دا میاشت هیڅ کومه لوبه نه تر سره کیږي او ټولې سیالۍ ځنډول شوي دي.
د دې تر څنګ د نړۍ مشهور لیګونه هم د دې اوبا له امله ځنډول شوې دي او کیدای شي ایپيال لیګ چې د نړۍ له مشهورو او غوره لیګونو څخه ده لغوه شي او سږ کال هیڅ تر سره نه شي.
د یادولو وړ ده چې د حضرت الله ځاځي تر څنګ نورو افغان کرکټ لوبغاړو هم د کرونا ویروس څخه دې میخنیوي لپاره خپل پیغامونه خپاره کړي دي.