د کب غوښه د طبیعت (مزاج) له پلوه لمده ګرمه ده خو د طبیبانو په اند یوه ګثیر الغذا غوښه ګڼل شوې ده، ژر هضمېږي، بدن، ماغزو او باه ته قوت وربښي. د کمزوریو لپاره يې غوښه او غوړ ډېر ګټور دي په تېره بیا د کب غوړ د نري رنځ رنځور ته ډېر په زړه پورې او ګټور ښودل شوي دي.
د کب د غوښې له ګټو سره، سره زیانونه يې هم ښودل شوي دي یانې د معدې، ماغزو او د سوړ طبیعتو لپاره زیانمن او بې ګټې دي. خو کېدای شي چې زیانمني هغو ته ورسوي چې سوړ طبیعت لري که نه د کب غوښه په خپله له ویټامینونو سره، سره فاسفورس ایسېډ هم لري چې په ځانګړي ډول د مغزو د تقويې (قوت) لپاره ډېر پر زړه پورې او ګټور شی دی.
څرنګه چې د کب غوښه هغه کسان ژر نه شي هضمولای نو ښايي چې د کب غوښې له خوراک څخه تر څلورو پینځو ساعتونو پورې بل څه و نه خوري.
د بېلګې په ډول که څوک د کب له غوښې سره سم یا وروسته شودې، تروې، ماستې، سرکه، بګینه، کیر او یا پیتي (نسک) وخوري، نه یوازې دا چې بدهضمي به ور پېښه شي لا چې وینه به يې هم خرابه شي او د جذام او برګي مرض اندېښنه يې هم شته.
ژباړه: سلیمان