کور پانه / ادب / روغتیا / د کب غوښې خوړل یوازې روغتیا ته ګټه نلري بلکې…

د کب غوښې خوړل یوازې روغتیا ته ګټه نلري بلکې…

دکبانو خوړل نه یوازې ستاسو دزړه لپاره ګټه لري بلکې ښایي ستاسو د شخصیت لپاره هم ګټور وي.

رویټرز خبري آژانس د بې سرحده ډاکټرانو دوېبپاڼې په حواله راپور ورکوي چې د امریکا د پیتسبرګ پوهنتون څېړونکو معلومه کړې ده چې په کبانو کې د اومېګا ۳ اسید ډېر دي دغه ماده د مازغو په هغې برخې اغېزه کوي چې له عواطفو سره اړيکه لري.

دغو ډکټرانو لا پخوا موندلې وه هغه کسان چې په وینه کې يې اومېګا ۳ ماده کمه وي، ډېر وخت ژوند ته په منفي نظرګوري. په داسې حال کې چې هغه کسان چې په وينه کې يې Omega 3 ډېر وي، هغوي له نورو سره په آسانۍ توافق کوي او ډېر لږ تندخويه کېږي .

دغې ډلې پر پنځه پنځوس کسانو څیړنې وکړې اوپه هغوي کې ېې داومېګا ۳ اندازه معلومه کړه او همداراز يې د MRI په مرسته دهغوي په مازغوکې د ایرن رنګې برخې(grey matter) اندازه هم مالومه کړه چې له عواطفو اوخوي سره اړيکه لري، په دې ډول پوه شول هغه کسان چې دهغوي په وینه کې اومېګا ۳ ډېر وي هغوي ډیر لږ تند خویه کیږي اوعاطفي خلک وي. دوی وايي: ښايي داومېګا ۳ له امله دهغوي دمازغو Grey matter برخې

ډېره وده کړي وي چې له عواطفو سره ارتباط لري . البته ددې خبرې د سپيناوي لپاره نورو څیړنو ته هم اړتیا شته

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …