کور پانه / عمومي مالومات / د ښه او خوشحاله ژوند کولو راز

د ښه او خوشحاله ژوند کولو راز

حتما به له داسې حالت سره مخ شوی یيئ چې د ورځې له پیل څخه تر پایه مو طبیعت خراب وي، د سستي  او ژوند کې د ستړیا احساس کوئ. اوس یې وخت رارسیدلی چې د لاندې کړنو په کولو سره چې مونږ د کاروان عمومي مالوماتو په برخه کې تاسو ته چمتو کړي له دغه عذاب څخه ځان خلاص کړئ:

سهار له لمر ختو وړاندې پاسیدل

روغتیا پوهان په دې باور دي چې هر سهار له لمر ختلو وړاندې پاسیدل د ښې ورځې پيلولو لپاره خورا اړین دي. حتا ارواپوهان وايي، هر سهار په خپل ټاکلي وخت پاڅېدل د ځینو خلکو د تشویش او ژورخفګان د کمېدو او له منځه تلو لامل هم کیږي.

پلي مزل کول

د روغتیا نړیوال سازمان وړاندیز سره سم مونږ باید هر ورځ ۸۰۰۰ قدمه پلي مزل وکړو، د پلي مزل لپاره باید ځانته مهال ویش جوړ کړو، لیفټ پر ځای له زینو څخه او د سودا راوړلو لپاره باید د موټر پر ځای پلي مزل وکړ، همدا راز هر مازدیګر باید یو لنډ چکر  ووهو.

د خوراک په ښه ډول ژول

د ټولو ناروغیو لامل زمونږ خیټه ده که زمونږ خیټه په سمه توګه کار وکړي نو زمونږ ټول صحت به ښه وي، او که معده مو په ښه ‌ډول کار ونه کړي نو ټول صحت  به مو له ستونزو سره مخ وي، د روغ صحت لپاره دوه شیان لازم دي.

د مساله دارو خوراکونو څخه ځان ساتل

ښه هاضمه

د ښې هاضمې لپاره اړینه ده چې ډوډۍ په خوله کې ۳۲ ځله وژوو که چیرته مونږ ۳۲ ځله خوراک په خپل خوله کې وژوو نو ۵۰ سلنه خوراک به زمونږ په خوله کې هضم ته چمتو شي او پاتې ۵۰ سلنه نور به په استانۍ سره معده کولای شي چې هضم کړي.

مهربانه اوسئ

کله چې  تاسو مهربانه اوسئ او له نورو سره ښه چلند وکړئ نو ستاسو زړه د سکون او ارمامتیا احساس پیدا کو هدا احساس د خوښئ لامل کېږي.

. وياند

دا هم ولولئ

سنجي دات: سرطان ته ماته ورکوم

د هند سینما وتلی ستوری سنجي دات چې څه موده وړاندې د سږو په سرطان …