کور پانه / ادب / د ژمي له سړې هوا خپل نوی زیږیدلی ماشوم څنګه وساتو

د ژمي له سړې هوا خپل نوی زیږیدلی ماشوم څنګه وساتو

ژپاړه: محمد موسى وياند _ وياند ويبپاڼه

ژمی د هرچا لپاره سخت وي مګر په ځانګړي ډول د نوي زیږیدلي ماشوم او د هغه مور لپاره. ماشومان د خپل بدن تودخې ساتلو توان نه لري. دوی خپل د بدن تودوخه ډیره په چټکۍ سره له لاسه ورکوي نو په داسې حالاتو کې د مور لپاره دا اړینه ده چې خپل ماشوم د سړې هوا له منفي اغیزو څخه وساتي. هغوی چې نوې میندې شوي نو تاسو ته دا لارښونې اړینې دي چې پرې وپوهیږئ. په دې لیکنې کې هغه څه شته چې ستاسو ماشوم خوندي وساتي ترڅو د ماشوم او مور د خوښۍ لامل وګرځي.

د اطاق دننه حرارت درجه سمه وساتئ

د ماشومانو متخصصینو په وینا ، ډیره تودوښه د ډیړې یخنۍ په څیر ماشومانو ته زیان رسولی شي. د ماشومانو خوندي توب لپاره د تودخې ښه درجه د ۶۸ څخه تر ۷۲ درجې د سانتګراډ پورې ښودل شوې ده. د دې ترڅنګ د خپل ماشوم د خوندي ساتلو لپاره له مرطوب کوونکو شیانو څخه کار واخلئ ترڅو ماشوم مو د یخو اوبو له بخار څخه په امان پاتې شي.

ماشوم مو په ګرمو جامو کې ښه پټ کړئ

ماشوم مو باید په دری یو وخت کې په دری ډوله کالیو کې پټ کړئ لومړی ورته یو کاټني جوړه واغوندۍ د هغې په سر ورته ښه ګرم کالي یا پلوز او پطلون واغوندئ. په دریم قدم کې ورته کولای شي جمپر،خولۍ، جرابې او دست کشې واغوندئ.

د خپل ماشوم پوټکی مو مرطوب وساتئ

د ژمي سړه هوا دماشوم پوټکی وچوي. خپل ماشوم باید هره ورځ په ومینځۍ خو وخت ته باید پام لرنه وکړئ. خو د مينځلو په وخت کې ځنډ راوستول به دې ماشوم لپاره ښه نه وي. هغه اوبه چې ماشوم پرې مینځۍ باید معتدلې یا لږ څه ګرمې وي که په کور کې ترمامتر لرئ نو اوبه په ۳۷ درجو د سانتي ګرډو کې برابرې کړۍ .

خپل ماشوم تاوولو لپاره ګرمه کمپله وکاروئ

خپل ماشوم مو د شپې له خوا په یوه ګرمه او نرمه کمپله کې تاوو کړۍ. او له ځان سره یې نږدې کړئ ترڅو ستاسو د بدن تودخه ورته ورسیږي. خو دا کار بیا تر هغه وروسته چې د دوو میاشتو شو مه تر سره کوئ. ځکه چې تر هغې وروسته بیا ورته په تنفسي برخه کې ستونزې را ولاړیږي او په خوب کې ممکن واوړي او راواوړي او په کمپله کې ونښلي.

. كاروان

دا هم ولولئ

ستاسو د ملا تېر شپږ دښمنان لري

د ملاتېر په خپل جوړښت کې له ۳۳ هډوکو یا مهرو څخه جوړل شوی دی …