کور پانه / ادب / روغتیا / د ډېرو غوښو خوړل مو په سرطان اخته کوي

د ډېرو غوښو خوړل مو په سرطان اخته کوي

نیویارک :د ډیرو غوښو د خوراک شوقیانو ته به دا خبر لږ د پریشانی سبب وګرځي،چې څیړونکي دا موندلې،چې د غوښی د خوراک او سرطان ناروغۍ تر منځ تړاو شته.

په پیل کی ډیر اختلافات وو، خو اوس څیړونکو په يوه تازه څېړنه کې د«یونیورسټی اف کلیفورنیا»کې په تجربه سره ثابته کړه،چې په سره غوښه کې یو قسم شکره ( Ne45 Gc )شتون لري،چې د سرطان سبب ګرځی.

ډاکټر اجیت راو په څیړنو کې ثابته کړې،چې دغه شکره د انسان په وجود کې نه پیدا کیږي او کله چې انسان سره کړې غوښه خوري دا د انسان وجود ته داخلیږي، چې بيا له دې امله په وجود کې په ډیره پیمانه انتی باډی مینځ ته راځی چې لمړی په وجود کې سوزش او بیا تومورونه را مینځ ته کوي.

څیړونکو دا ویلي،چې دغه حالت په هغو کسانو کې لیدل کیږی،چې سره شوې غوښه ډیره خوري، په داسی حال کې چې هغه کسان چې غوښه کمه خوري،په هغو کې سرطان نه دی تثبيت شوی.

دغه شکره د شکرې د ناروغۍ او ایتهروسکلروسس سبب هم کیږي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د معدې سوخت او درد لاملونه

په ناروي کې ترسره شوې څیړنه وايي : زیات وزن او سګرټ  څکول د معدې …