کور پانه / ادب / روغتیا / د ډوډۍ له خوړلو وروسته دا کارونه مه کوئ

د ډوډۍ له خوړلو وروسته دا کارونه مه کوئ


دروغتیايي چارو کارپوهه ډاکتره ایمان فکري وايي: زموږ ( دلویانو او کوچنیانو) ترمنځ، چې اوس کومې ناروغۍ رامنځته کیږي لامل یې زموږ د خوړو اړوند عادتونه او ناکره کړنې دي، چې هره ورځ یې ترسره کوو او پر اغیز او زیان یې خبر نه یو.

ډاکتر ایمان وايي: له ډوډۍخوړو وروسته باید اوه کاره ونه کړو، چې روغتیا مو کره شي.

۱- له ډوډۍ وروسته، سمدلاسه چای مه څښئ، ځکه دچاپو پاڼې د لوړې کچې اسید لري او دا په خوړو کې پر شته پروټینو اغیز پرېباسي،خواړه وچوي، چې دهضم پرمهال بیا نورې ستونزې راپیدا کوي.

۲- له ډوډۍ وروسته سمدلاسه مېوه مه خورئ، ځکه دا دخیټې پړسیدو لامل ګرځي، غوره ده، چې دوه یا یو ساعت وروسته وخوړل شي.

۳- له ډوډۍ وروسته دخپل پتلون کمر بند یا پرتوګغاس مه سستوۍ دا د کولمو د تاویدو او ماتیدو لامل ګرځي، غوره داده، چې له خوړو وړاندې خپل کمر بند ټینګ کړو.

۴- له ډوډۍ وروسته لامبا یا غسل مه کوئ، ځکه دا مهال لامبا یا غسل ددی لامل ګرځي، چې لاسونو او پښو ته ډېره وینه راشي او دبدن نورې برخې بیا دوینې له کمښت سره مخ کیږي په ځانګړې توګه دخیټې برخه، اغیز یې دادی، چې دهاضمې سیستم له ستونزو سره مخ کوي.

۵- له ډوډۍ وروسته سمدلاسه پلې مه ګرځئ دا دهاضمې سیستم له کاره غورځوي او نه شي کولای ، چې له خوړو سره انرژي تر لاسه کړي.

۶- له ډوډۍ وروسته سمدلاسه خوب مه کوئ، دا هم دهضم پروسه له ځنډ سره مخ کوي، دکولمو ناروغي رامنځته کیږي، پردې سربېره په کولمو کې دننه خواړه بدبویه کیږي او دکولمو دپړسوب لامل ګرځي.

۷- له ډوډۍ وروسته سمدلاسه سګرټ مه څکوئ، ځکه دا مهال یو سګرټ له لسو سګرتو سره برابر دی، له خوړو وروسته سګرټ څکول دسرطان لامل ګرځي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …