کور پانه / عمومي مالومات / د چین هوټل کارکوونکو دا کار به مو حیران کړي

د چین هوټل کارکوونکو دا کار به مو حیران کړي

د چینایي « شوئیان فرائیډ بیف» هوټل کارکونکو خپلو مشتریانو لپاره په دروازه کې د وزن ښودلو ماشین لګولی دی او له دې کار څخه یوه حیرانوونکې موخه لري چې دکاروان په زړه پوره مالوماتو دې برخه کې به یې په اوریدولو سره تاسو هم حیرانه شئ.

که څه هم د یاد هوټل څښتن د خپلو کارکونکو له دغه کار څخه بښنه غوښتې، خو ځېنو خلکو بیا په سوشیل میډیا کې د دې کار ستاینه کړې ده.

دغه هوټل چې د چین، هونان ولایت په شینګ شا کې دی کارکونکو یې د دې په موخه د هوټل ننوتلو په دروازه کې د وزن مالومولو تله کېښوده چې مشتریان خپل وزن وګوري او له اړتیا ډېرو خوړو سفارش ورنه کړي، د کار کونوکو په وینا داسې به د خوړو له ضایع کیدو څخه هم مخنیوی شوی وي.

د دې تر څنګ یادو کارکونکو د تلې تر څنګ په یوې کاغذي ورقې داهم لېکلي چې خپل وزن سره برابر او مناسبو خوړو فرمایش ورکړئ:

هغه میرمنې چې تر څلویښت کیلو وزن لري له دوه ډ‌وله ډېرو خوړو فرمایش نه شي ورکولای او هغه نارینه مشتریان چې وزن یې ۷۰ تر ۸۰ کیلو پورې وي باید له درې خوراکو څخه ډېرو خوړو فرمایش ورنه کړي.

یادو کار کوونکو وروسته له هغه داسې پرېکړه کړې ده چې موده وړاندې د دغه هېواد ولسمشر ولس ته په وینا کې د خوړو کمښت څخه خبر ورکړی وو.

د دغه چینایي هوټل ډېری مشتریان د هوټل کارکونکو دې کار سخت په غوسه کړي او دا کار یې یوډول بې احترامې بللې وه، نو له همدې کبله د یاد هوټل مشرانو او کارکونکو له دوی څخه بښنه وغوښته.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د کب غوښې له ګټو او زیانونو ځان خبر کړئ

د کب غوښه د طبیعت (مزاج) له پلوه لمده ګرمه ده خو د طبیبانو په …