کور پانه / ادب / روغتیا / د چرګ غوښې دغه ګټې به مو حیران کړي

د چرګ غوښې دغه ګټې به مو حیران کړي

د چرګ غوښه دطبیعت له پلوه ګرمه او لمده ښودل شوې او ویل شوي چې هغه ژر هضمېږي، بدن ته قوت وربښي، وینه، مني، غوښه او وازده په بدن کې زیاتوي، شهوت تېزوي، او له بدن څخه ناروغۍ باسي.

 څومره چې د چرګوړي منګ (عمر) کم وي هغومره يې ګټه د غوښې زیاته وي معدې ته قوت وربښي، او پرته له ګرمو تبو څخه نورې تبې له مېنځه وړي.

 په پام کې باید ولرو هغه کسان چې چیلم یا سګرېټ کاروي د خام چرکوړي غوښه  او یخني ورته له درمل څخه هم  زیاته ګټه رسوي.

همدا راز د چرګ غوښه د بېلابېلو ویټامینونو لکه ویټامین سي، ویټامین بي، فولات نیاسین، ریبوفلاوین، تیامینؤ ویټامین بي دولس، ویټامین ای، ویټامین ډي او ویټامین K، لرونکې ده.

ژباړه: سلیمان

. موسی وياند

دا هم ولولئ

که مو اولادونه نه کېږې حتما یې ولولئ

تازه ترسره شوې څېړنې ښایي چې رومیان یا سره بادنجان له هغه کسانو سره چې …