کور پانه / ادب / د پښتو ژبې نامتو او ځوان شاعر منیر بونیري وپېژنئ.

د پښتو ژبې نامتو او ځوان شاعر منیر بونیري وپېژنئ.

د پښتو ژبې نامتو او ځوان شاعر منیر بونیري وپېژنئ.

( ۲۶ فېبروري – ۲۰۲۰م زیږدیز کال ویاند وېب پاڼه ) د پښتو ژبې ځوان او نوموتی شاعر منیر بونیري؛

منیر بونیري د پښتونخوا د بنېرو له سیمي دی، هلته ژوند کوي او اوس مهال د ډېرو پښتنو د خوښې وړ شاعر دی، د منېر بونیري د شعر ژبه عامه ده خو د ټولنې ستر حقیقتونه یې پکې نغښتې لکه دا بیتونه یې.

(( ړنګه دې کعبه ده خدای دۍ نه بښي، مور درنه خپه ده خدای دې نه بخښي، تا لمونځونه ټول په لمرخاته وکړه، ورکه د قبله ده خدای دې نه بخښي، خدای د خو د په دې حالت کې مه وژنه، جام ده میکده ده خدای نه د بخښي ))

منېر بونیري خپل شعرونه د ترنم په خوږه ژبه هم وایي، د منېر ترنمونه ډېر خوندور دي او ډېر مینه وال لري، منیر بونیري ډېر لږ وخت کې ډېر زیات مینه وال موندلي، مینه وال یې تنها تر پښتون خوا نه دي محدود بلکې افغانستان کې هم شته.

د منیر بونیري د شعرونو ټولګه سږ کال له چاپه راووته، د ټولګې نوم یې(. سپینې سپینې مه وایه ) دی.

 

د منیر بونیري دا بیتونه هم ډېر مشهور دی.

(( ته وایې لږ وار وکه.، مړ به شم تلوار وکه.، پیره زه خراب یمه، پیره زما کار وکه، ښه بلا مې وسېځه، ښه بلا سینګار وکه، زړه د منېر نرم دی، ځانته پکې لار وکه.))

منېر بونیري ښه نظم هم لیکي او ځیني غزلونه یې سندرغاړو د موسیقۍ په ژبه هم غږولي.

. كاروان

دا هم ولولئ

ټولنیز اداب، څنګه ځان په ټولنه کې مطرح کړو؟

لیکوال: سعید صافی په ټولنه کې د اوسېدو لپاره اړینه ده، چې ټولنیز اداب زده …