کور پانه / ادب / روغتیا / د پوندو له چاودو د خلاصون لار

د پوندو له چاودو د خلاصون لار

هغوی چې پوندې یې چاودلې او له ډېره وخته د درملنې په لټه کې وي نوره دې اندیښنه نه کوي موږ د کاروان روغتیا په دې برخه کې د روغتیا پالانو هغه لارښونې راخیستې چې په ډېرې اسانۍ او لنډې موده کې د پوندو چاودې لمنځه وړي.

د جلدي روغتیاپالانو په وینا، هغه خلک چې په دوام داره توګه یې پوندې چاودلې وي دغه کسان باید تر ټولو ډېرې اوبه وڅښکي او ډېر اوبه څښکل خپل ورځینی عادت کړي.

همدا راز د دوی لارښونو له مخې لېمو د پښو پوندو چادو درملنې لپاره یوه غوره درمل دی او تر څنګ یې یو اسانه او ارزانه لاره هم ده، د دوی په وینا د لېمو اوبه په تړمو ابو کې ګډې کړئ او بیا مو په کې پښې کېږدئ، دا کړنه به په ډېره ښه بڼه ستاسو د پوندو چاودې لمنځه یوسي.

دوی زیاتوي چې د لېمو تر څنګ د کیلو په مرسته هم د پونچودو درملنه کېږي هغه داسې چې کیلې ښې میده او د پوندو په چاودو یې ولګوئ، دا کړنه به مو په ډېره لنډه موده کې د پوندو چاودې لملمنځه یوسي.

او وروستۍ لارښونه یې داسې کړې چې هرشپه له ویدو کېدو وړاندې مو پښې د زیتون پر تیلو غوړې او لس دقیقیې یې همداسې برېږدئ له لسو دقیقو وروسته بیا جرابې په پښو او ویده شي دې کار سره به مو چې حو ورخې یې تکرار کړی د پوندو چاودې ښې شي

 

. موسی وياند

دا هم ولولئ

که غواړئ د سترګو دید مو کم نه شي حتما یې ولولئ!

له شک پرته مونږ په اګاه یا نا اګاهانه ډول داسې عادتونه خپل کړي چې …