کور پانه / لوبې / د پاکستان کرکټ لوبغاړي عمرګل هر ډول کرکټ پرېښود

د پاکستان کرکټ لوبغاړي عمرګل هر ډول کرکټ پرېښود

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او تکړه توپ اچونکي عمرګل تېره ورځ د کرکټ نړۍ پرېښوده او د هر ډولول لوبو څخه یې مخه ښه وکړه.

عمر ګل چې د پاکستان ملي لوبډلې شل اوریزو لوبو یو غوره توپ اچونکی و، له دغې پرېکړې وروسته یې وویل، خوښ دی چې پاکستان ته یې د کرکټ په ډګر کې خدمت وکړ او یو ښه کرئیر یې جوړ کړ.

خو د هغه مینوال او د کرکټ لوبغاړو د کرکټ په ډګر کې دهغه نور نه شتون څخه خواشیني خودلې ده.

هغه په کال ۲۰۰۲ زیږدیز کې دیاد هېواد نولس کلنو لوبډلې سره او له هغه یو کال وروسته په ۲۰۰۳ کې له ملي لوبډلې سره د زمبابوي لوبډلې پر وړاندې خپله لومړنۍ لوبه پیل کړه.

عمر ګل تر دې مهاله پاکستان لپاره ۴۷ ټسټ، ۱۳۰ یو ورځېنۍ او ۶۰ شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي.

چې ټول ټال ۴۲۷ ویکټې ( ۱۶۳په ټیسټ، ۱۷۹ په یو ورځينو او ۸۵ په شل اوریزو ) خیستي دي.

. وياند

دا هم ولولئ

ای پي اېل: بنګلور په یو ستر توپېر کلکټې ته ماتې ورکړه

د هند غوره لېګ یا IPL سیالیو په لړ کې تېر ماښام د سنرایزر رویل …