ټاکل شوې چې د افغانستان په کوربه توب زمبابوې او افغان کرکټ ملي لوبډلې دوه ټیسټ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ نن رسما اعلان وکړ چې ټیسټ لوبې به د روان ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې او په دوام به یې شل اوریزې لوبې هم ترسره شي.
خو لاهم د افغانستان کرکټ بورډ د لوبو ترسره کولو ځای او دقیقې نیټې په اړه څه نه دي ویلي، د ځینو خپاره شویو مالوماتو له مخې ممکن افغانستان کرکټ بورډ دغه لوبې په عمان کې ترسره کړي.
خو د پاکستان ځایي رسنیو ویلي، چې د یاد هېواد کرکټ بورډ زمبابوې او افغانستان ته وړاندېز کړی چې دغه لوبې دې په پاکستان کې ترسره کړي.
د پاکستان کرکټ بورډ په داسې حال کې دغه وړاندېز کړی چې عربي متحده امارتو کې لوبې ترسره کول ډېر مصرف او هند کې د کرونا ویروس له وجې ناشونی ښکاري.