کور پانه / ادب / روغتیا / د وېښتانو تویدو درملنې اسانه او ارزانه لار

د وېښتانو تویدو درملنې اسانه او ارزانه لار

پیاز؛ د ویښتانو تویدو درملني ترټولو ګټوره ګیاهي او د سنتي طب نسخه!

د ویختو تویدل او کمزورتیا یو له هغه رنځونو څخه ده چې نن ورځ نږدي ټول خلک یې تجربه کوي. د مډرنې نړۍ انسانانو په خوراکي ریژیم کې بدلون د سر ویښتانو تویدو اصلي لامل ګڼل کېږي.

کورنۍ او سنتي طبي نسخې د ویښتانو تویېدو درملنې لپاره ځکه غوره ګڼل کېږي چې په تجربو ولاړې وي او ویښتانو غښتلتیا ته هېڅ زیان نه رسوي.

ولې پیاز د ویښتانو تویدو درملنې لپاره ډېر ګټور دي؟

پیاز د پام وړ سلفر لري چې دا په هر حالت کې د ويښتانو ودې لپاره ګټور دي. د ویښتانو په جوړښت کې پروټین او کراټین په طبیعي ډول د ویښتانو غښتلتیا لامل کېږي او ویښتانو کلک والی هم له همدې دوو مادو سره تړاو لري. په حقیقت کې د ویښتانو تویدو اصلي لامل د بدن په دې برخه کې د سلفر او پروټئینو کمښت دی.

څېړنو ثابته کړې چې پیاز د داسې فوق العاده ترکیبونو لرونکی دی چې د ویښتانو ودې او د تویدلو څخه د مخنیوي لامل کېږي.

اوس خو تر یو حده د ویښتانو تویدو په درملنه کې د پیازو له ګټو او خواصو خبر شوی. اوس د دې نوبت دی چې هغه نسخه در وپیژنو چې دویښتانو تویدو درملنې لپاره توصیه کېږي:

سټایلکریز ویب سایټ د ویښتانو تویدلو درملنې او رشد په اړه سلګونه مطالبو کې دا راپور په ټاپ او دلیست په سر کې و، چې د ویښتانو تویدو درمان لپاره د پیازو ماسک په کې شامل دی.

د سر پوستکې لمدول د پیازو اوبو په مرسته:

پیاز څخه یې پوټکی لرې کړئ او ښه یې ومنیځئ، په چاقو یې اته ځایه کړئ او په مکسر کې یې اوبه وباسئ، وروسته یې په یوه پاکه صافي کې واچوئ تر څو اوبه یې بېلې شئ د ویښتانو رېښې او ویښتان مو د پیازو په اوبو ښه مساژ کړئ او د ۳۰ تر ۴۵ دقیقو یې همداسې پرېږدئ، له هغه وروسته مو سر په شامپو او اوبو پاک ومنځئ.


دا کار باید په اونۍ کې یو ځل تر سره کړئ.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …