کور پانه / ادب / روغتیا / د وینې ورکولو ډېره مهمه ګټه وپېژندل شوه

د وینې ورکولو ډېره مهمه ګټه وپېژندل شوه

پوهان وايي: هغه کسان، چې په منظمه توګه وینه ورکوي دوی دهغو کسانو په پرتله ډېر عمر لري، چې په ټول ژوند کې یې یو ځل وینه ورکړې وي.

پوهان په اروپايي هېوادو کې دهغو ملیونو وګړو روغتیايي وضعیت ارزولې او څیړلط دی،چې په منظمه توګه یې وینه ورکړې ده.

دا کارپوهان وايي: له څیړنې او ارزونې وروسته څرګنده شوې ده، چې هغه کسان اوږد عمر لري،چې منظمه وینه ورکوي او دهغو کسانو سره هیڅ دپرتلې وړ نه دي، چې هیڅ وینه یې نه وي ورکړې، څیړنې وايي:

دا خبره هم کوم علمي بنسټ نه لري،چې روغ او صحتمند خلک باید وینه ورکړي، په دې څیړنه کې هغه وګړي هم شامل و، چې ناروغي یې درلوده.

څیړونکي وايي: هغه کسان، چې منظمه وینه ورکوي، دوی له ښې روغتیا څخه برخمن وي، کارپوهانو ددې پدیدې پر لامل نه پوهیږي، خو وايي:

هغه کسان، چې وینه ورکوي دوی دوینې پر ورکړې اموخته شوې دي او که کله له کومې ناببره پېښې سره مخ شي او وینه ضایع کړي له دومره جدي ګواښ سره نه مخیږي او کولای شي، چې تر درملنې روغ پاتې شي، همدا راز هغه وګړي،چې په وینه کې ډېره وسپنه لري دوی باید په منظمه توګه وینه ورکړي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …