په هسپانیا کې د نویو ترسره شویو څېړنو پایلې ښایي چې سره انګور او دهغه جوس کارول کولای شي د وینې غوړ په کمولو کې د پام وړ مرسته وکړي.
دغه څېړنې چې د وینې غوړ یا کولیسټرول لرونکو ناروغانو ترسره شوې وېښودله چې په ورځېني ډول د سرو انګورو یو ګیلاس جوس او یا هم په همدې اندازه سره انګور خوړل کولی شي د وینې غوړ کچه ټېټه کړي.
د دې تر څنګ چې د وینې غوړ کموي همدا راز په وینه کې زهرجن مواد چې د زړه ناروغۍ لامل کېږي هم وژني.
همدا راز کارپوهان وايي، په سرو انګورو کې داسې ځانګړي مواد شته دي، چې د غذاييت سربېره د ډېرو ناروغیو پر وړاندې د مقاومت لامل هم کېږي.