سلامتیا لپاره د خوب ځای یا تخت تر څنک لیمو کېښودلو فوق العاده ګټې
په درملېزه برخه کې لیمو ډېر پیژندل شوي او عام دي، د کاروان روغتیا په دې مطلب کې ویل شوي چې لیمو د ویټامین سي، ویټا مین A، ویټامین بي، مګنیزیم، پوټاشیم، مګنیزیم او انټي اکسیدان مغذي موادو لرونکي دي چې د پوستکي او د بدن داخلي غړو لپاره ډېر ګټور دي. جالبه ده چې پوه شئ د شپې خوب پر مهال د خوب ځای یا تخت تر څنګ د یو یا څو پلې لیمو کېښودل مو د تنفس وضیعت، شاوخوا محیط هوا او خوب کې غوره والی پیدا کوي.
د تمرکز ځواک ډېریدل او غښتلی کیدل
د لیمو خواصو په برخه کې مو د ده ارامه کوونکو خواصو ته اشاره وکړه او وپوهیدئ چې لیمو د بیلابېلو ویټامینونو لرلو سره د استرس کمولو قابلیت لري چې له کبله یې د تمرکز ځواک ډېرېږي. جالبه ده چې پوه شي د لیمو عطر یا بوی کولی شي ستاسو په کار ځای او … کې ستاسو د تیروتنو کچه ټېټه کړي. سربیره پر دې د لیمو بویول په دې دلیل چې تمرکز ډېروي، ذهني فعالیتونه ښه او حافظه تقویه کوي.
غوره تنفس
لیمو د انټي اکسیدانونو او انټې باکتریایي خواصو لرونکي دي، کله چې د خوب پر مهال د لیمو بوی تنفس کوو د پوزې لاره مو صفا کوي. هغه کسان چې د سینوسي ستونزو څخه رنځ وړي حتما باید د خوب پر مهال دغه مثبت عادت په پام کې ونیسي.
د لیمو هغه خواص چې د زهر پر وړاندې یې لري یعنی د زهرو ضد خواص یې د هوا کیفیت کې ارتقا راولي همدا راز د کوټې هوا مطبوع او یو ښه بوی وربښي.
د دردونو له منځه وړل
د ترسره شویو مطالعو پر بنسټ، د خوب پر مهال د لیمو خپور شوی بوی د سر درد، د روماتیزم درد او ارتروز کنټرولولو کې مرسته کوي. هغه میرمنې چې د لیمو له غوړ څخه کار اخلي معمولا د نورو په پرتله لږ استرس لري.
د استرس ارامول
د روغتیاپالانو له نظره لیمو په استرس زیږیدونکې وخت کې یو غوره ارم کونکی دی، د سروتونین تولید تحریکوي او اضطراب ښه کوي. سروتونین په مغز کې یوه خوشحاله کونکې ماده ده چې خفګان هم ښه کوي.
د وینې فشار کمول
د خوب ځای یا تخت ترڅنګ د یو پلی لیمو کیښودل او د بوی تنفس یې د وینې فشار تنظیموي. لیمو او نور مرکبات د پوزې بندتیا او تنفسي لارې خلاصوي.
د حشرو دفعه کول
څېړنو ښودلې چې میږیان او ماشي د لیمو له بوی څخه سخت بد وړي، پر بدن د لیمو پوستکي وهل او یاد د بالښت لاندې کیښودل کولای شي تاسو د حشراتو له چیچلو خلاص کړي.ش