کور پانه / ادب / روغتیا / د وزن ډېریدو او چاغیدو سره د مالګې اړیکه

د وزن ډېریدو او چاغیدو سره د مالګې اړیکه

په لږه کچه مالګه د روغتیا سلامتي لپاره مهمه ده او د الکترولیت توازن، د عضلاتو حالت ښه کولو، د وینې فشار کنټرول او د عصبي سېګنالونو په انتقالولو کې مهم رول لري. مالګه له سوډیم کلورایډ څخه جوړه شوې ده.

سوډیم یو اړین منرال دی چې موږ یې له خوړو ترلاسه کوو، ځکه چې موږ د ورځې په اوږدو کې مالګه له لاسه ورکوو، نو باید هره ورځ مالګه وخورو ترڅو زموږ بدن متوازن او په سمه توګه عمل وکړي، مګر آیا دا خوند د وزن زیاتوالی او د چاقۍ لامل کېږي؟

ایا مالګه د وزن د زیاتوالي لامل کیږي؟

مالګه د وزن د زیاتوالي لامل کیږي، مګر پخپله نه، بلکې په نامستقیم ډول، داسې چې اشتها هڅوي او د خوړو لیوالتیا زیاتوي. د پایلې په توګه، دا د ډیر خوراک لپاره یو عامل دی او د دې لامل کیږي چې د ډیرغوړ او په لوړه کچه د کالوري لرونکي خواړه وخورو.

ډیری خلک چې د اړتیا مخې ډیره مالګه خوري، نو د دوی د خواړو کچه هم ډیره وي چې په پایله کې مالګه ستاسو لپاره د وزن کمول ستونزمن کوي.

د مالګې ورځنی مصرف باید څومره وي؟

متخصصین معمولا سپارښتنه کوي چې تاسو هره ورځ له ۲۳۰۰ ملی ګرامه څخه ډیر سوډیم مه خورئ. که تاسو له دې څخه لږه مالګه وخورئ، نو ستاسو روغتیا په ښه وي. د وینې لوړ فشار لرونکي خلک باید په ورځ کې له ۱۵۰۰ ملی ګرامو څخه ډیر سوډیم ونه خوري، مګر د ځوانانو لپاره هره ورځ له ۱۰۰۰ ملی ګرامه څخه کم مصرف د وینې فشار او د زړه روغتیا ته وده ورکوي، په دې شرط چې دوی دې اندازه کې ډیروالی رانه ولي ځکه چې د لوړ سوډیم مصرف یقینا د مړيني خطر زیاتوي.

ایا مالګه کالوري لري؟

مالګه کالوري نه لري، خو د هغې ډېر استعمال د وزن د زیاتوالي لامل کېږي، ځکه چې دا په موږ کي د زیاتې کالوري د مصرفولو لامل کېږي، او په پایله کې کله چې موږ زیاته کالوري مصرف کړو او ډيړ خواړه وخورو، نو چاغېږو، لکه څنګه چې مو په پیل کې وویل: خپله مالګه د چاغښت لامل نه کېږي ، مګر په غیر مستقیم ډول د دې مصرف ستاسو اشتها او وزن زیاتوي.

ایا د مالګې خوړل عادت ګرځي؟

موږ د ژوندي پاتې کیدو لپاره سوډیم ته اړتیا لرو. بدن مو مالګې ته اړتیا لري؛ په ځانګړې توګه د ډیر سوډیم له لاسه ورکولو وروسته. کله چې سوډیم کم وي، دماغ سیګنالونه لیږي چې د مالګين خوړو خوړلو ته اړتیا ده. څرنګه چې د مالګې خوړل عادت کرځي، نو هر څومره چې دا عادت ډيړی شي، هومره مو اشتها هم زیاتیږي.

ایا مالګه د وزن کمولو لپاره غوره انتخاب دی؟

مالګه د وزن د کمولو لپاره غوره ماده ده، خو که چیرئ د اعتدال په حد کې مصرف شي، د خوړو بې خنثی خوند ښه کوي او طبیعي خوند ته وده ورکوي، نو تاسو کولی شئ د درملو او نورو بوټو سره یې هم یوځای کړئ. هغه مواد چې لږ کالوري لري د وزن په کمولو کې مرسته کولای شي.

ژباړه: فدیه پوپل

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …