کور پانه / ادب / روغتیا / د وزن ډېرولو اسانه او طبیعي لار

د وزن ډېرولو اسانه او طبیعي لار

که د ډنګرتیا احساس کوئ او د خپل وزن ډېریدو په اړه فکر کوئ، د وزن ډېریدو لپاره چټکۍ خو طبیعي کړنلارې شتون لري.

وزن کمول د ځینو کسانو اساسي موخه وي، خو په طبیعي ډول ډنګریدل هم یو لوی چالش ګڼل کېږي. کیدای شي د خپل سلامتیا ساتنې او مناسب اندام لرلو لپاره اړ شئ چې خپل وزن ډېر کړئ.

د کاروان روغتیا په دې برخه کې مو تاسو ته د وزن ډېرولو یو څو لارې ښودلې چې په عملي کولو سره به مو څو کیلو وزن زیات شي.

د غوښې سرخي ( سره غوښه )

د غوښې سرخي د وزن ډېریدو لپاره یوه موثره او اسانه لار ګڼل شوې ده. دغه خوراکي ماده په ډېره لوړه کچه د پروټین او اوسپنې لرونکې ده، تاسو کولای شئ غوښه د زیتون له غوړیو سره په داش کې پخه کړئ، د غوښې ځینې برخې د غوړ ښې منبع ګڼل کېږي، خو په یاد ولرئ چې له ډېر غوړ لرونکې سرخې څخه  پرهیز وکړئ. ځکه چې قطعا د وزن ډېریدولو لپاره سالمه لاره نه ده.

 ممپلي

ممپلي د پروټیئن او غوړ تر ټولو غوره منبع ده. دغه خوراکي ماده د هغه کسانو لپاره چې وزن ډېروي یو غوره انتخاب دی، یوه قاشوغه د ممپلیو میده شوې حلوا شاوخوا ۱۰۰ کالري انرژي تولیدوي، دغه مواد د ویټامین بي، ویټامین E او مګنیزیم غوره منبع ګڼل کېږي.

خالصې شودې

د وزن ډېریدولو لپاره یوه ساده لاره د بې غوړه شودو پر ځای د کاملو شودو کارول دي، کاملې شودې د بې غوړو په پرتله په هره پیاله کې ۶۰ کالري اضافه بدن ته ورکوي.

میوه وخورئ

 مېوې، په ځانګړي ډول ګرمې میوې کولای شي تاسو سره د وزن په ډېریدو کې مرسته وکړي، ام، کیله او اناناس په لوړه کچه د طبیعي قند لرونکي دي چې د وزن ډېریدو لپاره یوه غوه لاره ده.

 د غنم ډوډۍ وخورئ

د غنمو ډوډۍ خوړل د وزن ډېریدولو یوه حیرانونکې لاره ده، ځکه د معدني او فایبر موادو لرونکې ده.

کوچ یا حیواني غوړي امتحان کړئ

کوچ د ډېرې کالري  لرونکې دي، که په ورځیني ډول د شودو له څښکلو څخه ستړي شوي یاست، نو هر سها له ډوډۍ سره د کوچ غوړي وکاروئ، خو پام مو وي چې په خوراک کې یې له اعتدال څخه کار واخلئ. د خوراکو نو په پخولو کې هم له کوچو څخه ګټه اخیستنه د وزن ډېرولو لپاره ګټور تمامېږي.

پنیر

د پنیر یوه ښه ځانګړنه دا ده چې تقریبا په هر ډول خوړو کې ترې ګټه اخیستلی شو. په ټوله کې پنیر د ډېر غوړلرونکي دي، نو پر دې  بنسټ د پنیر کارول په طبیعي ډول د وزن ډېریدو لامل کېږي.

کچالو

تاسو کولای شئ دغه له کاربوهایدریډ غني خوراکي ماده په خپل خوراکي ریژیم کې اضافه کړئ ترڅو په چټکۍ سره کو وزن ډېر شي. کچالو په لوړه کچه د فایبر او پروټین لرونکي دي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د شودو یا پېټه کدو ګټې؛ زړه ته قوت او خوښي هم ورکوي

د شودو کدو چې د هندوانې برابر غټېږي او د طبیعت له پلوه یخ او …