کور پانه / ادب / د ورځني ژوند (25) ارزښتناکه کړنې!

د ورځني ژوند (25) ارزښتناکه کړنې!

 سهار وختي پاڅېدل خپل عادت وګرځوئ او ورځ د الله ج په عبادت پيلوئ.

هېڅ کله مو د ماشومانو تر وړاندې هغه الفاظ مه کاروئ چې تاسو يې د هغوى له خولې اوريدل نه غواړئ.

هېڅ کله د بېوزلو خلکو تر وړاندې خپل د شتمنۍ کيسې مه کوئ.

تل د لويانو درناوى او په کشرانو شفقت او مهرباني کوئ.

له ډيرو غږيدو ډډه وکړئ تل د پوښتنې په صورت کې ځواب ورکوئ.

تل له اړمنو او بېوزلو خلکو لاس نيوى وکړئ که د يوې ډوډۍ په اندازه هم وي.

له خپلو ماشومانو څخه د ورځنيو کړنو پوښتنه کوئ او کړنې يې تل څارئ.

تل کوښښ کوئ لمړى سلام ورکړئ او د سلام ځواب په بشپړو الفاظو ورکوئ.

تل خپل روغتيا ته پاملرنه کوئ فزيکي فعاليت زيات کړئ او خپلو خوړو ته پام کوئ.

سهار په نهاره اوبه څښل خپل عادت وګرځوئ.

له خپلو خپلوانو سره دوستي پالئ هيڅکله هم خپلوي مه شلوئ.

له خپلې کورنۍ سره مينه کوئ له خپلې کوروالا سره په ورين تندي روغبړ کوئ او هغه څه چې الله ج درکړي پرې شکر کوئ.

له بېځايه خبر ډډه وکړئ ځکه دا مو شخصيت ته زيان رسوي.

هيڅ کله د چا په کار کې لاسوهنه مه کوئ تر هغې چې له تاسو نه غوښتنه نوي شوي.

تل د خوړو خوړل په مشرانو پيلوئ او د لاسو وينځلو کې له مشرانو مه مخکې کېږئ.

خپل ورځني مهال ويش کې ورزش ته ځاى ورکړئ که کولاى شئ د ورځې نيم ساعت پلي مزل کوئ.

خپل د ورځې پاى هم د الله په عبادت کوئ د ماسخوتن لمونځ مه پريږدئ د قرآن له تلاوته وروسته ويده کېږئ.

خپل نظافت ته ځانګړې پاملرنه کوئ هره ورځ غاښونه برسوئ په اونۍ کې يو ځل د لاسونو او ښپو نوکان لنډوئ.

دروغ مه وايئ که يو ځل په دروغجن نوم وپېژندل شوۍ بيا به مو په رښتياوو هم څوک باور نکوئ.

د نن کار سبا ته مه پرېږدئ ځکه دا مو د شاتګ لمړى لامل وي.

د سترس او ژور خفګان کمولو لپاره په ورځ کې د دوو دقيقو لپاره د ژوره ساه ( نفس )اخستلو کوښښ وکړئ ځکه ژوره ساه اخستل ډېرې روغتيايې ګټې لري.

که ژور خفګان لرئ په ورځ کې يو ځل ضرور ځان د لمر وړانګو ته ښايي.

تل له هوښيارانو او پوهانو سره ملګرتيا کوئ ځکه له پوهانو سره ملګرتيا پښېماني نلري او له ناپوهو خلکو ملګرتيا کټه نلري.

د زهن د ارامتيا او ځيرک تيا لپاره په ورځ کې د 15دقيقو لپاره يو ارام ځاى پيدا کړئ، پرلت ووهئ، سترګې مو پټې کړئ، او ژوره ساه اخلئ او پريږدئ.

په ورځ کې يو دوست يا خپل ته زنګ وهه او د حال پوښتنه يې کوه دير ژر به يې د مثبتې پاېلې شاهد ووسې.

. كاروان

دا هم ولولئ

که د وینې له کمښت کړېږئ؛ حتمأ یې ولولئ

نن سبا د وینې کمښت هغه ستونزه ده چې ډېری کسان ورسره لاس او ګرېوان …