د هګۍ سپین یوه له هغو غوره، ګټورو او سالمو خوړو له ډلې څخه دي چې د ورزشکارانو په خوراکي ریژیم کې دایمي ځای لري او ډېری وخت د ډنګروالي لپاره په خوارکي رېژیم کې اضافه کېږي.
لامل یې هم د هګیو په سپین کې په پراخه کچه د پروټينونو شتون بلل شوی دی؛ خو ایا د هګیو سپین واقعا د طبیعي پروټینونو یوه مکمله سرچینه ده؟ د کومو لاملونو پر بنسټ له ډېرو اوږدو مودو را په دېخوا د هګۍ سپین د ویښتانو او پوستکي لپاره د یوې ګټورې مادې په توګه کارول کېږي؟ همدا راز ایا د هګۍ سپین په بدن کې د بېلابېلو حساسیتونو پیدا کېدو لامل نه کېږي؟
د کاروان روغتیایي برخې په دې مطلب کې د هګۍ سپینو د کاریدو ځایونه، ځانګړنو او د دې په اړه دود شوي نظرونه او باورنه تر څېړنې لاندې نیول شوي دي تر څو پورته ذکر شویو او دیته ورته مبهمو پوښتنو ته مو ځواب پیدا شي.
ایا د هګۍ سپین د طبیعي پروټېنو یوه غوره منبع ده؟
اوبه او په یوه لوړه کچه پورټئین د هګیو سپین اصلي تشکیلونکي مادې دي. په هګۍ او په ځانګړي ډول د هګۍ په سپینو کې شته پروټين کامل او هغو پروټئینو ته نږدې دي چې د انسان بدن ورته اړتیا لري چې له همدې کبله په بدن کې د ډېرو حساسیتونو راپارولو لامل نه کېږي دا په داسې حال کې ده چې ګیاهي پروټئین په بدن کې د حساستونو پیدا کیدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.
نو په ډېرې اسانۍ سره د دې پوښتنې په ځواب کې چې هګۍ د طبیعي پروټینو یوه غوره منبع ده که نه، هو ویلی شو.
د هګۍ په سپینو کې د یو ناپېژندل شوي شي ګشف؛ له شالاژ سره وپېژنئ
ممکن تاسو د هګۍ له ماتولو وروسته د هګۍ ژیړو په شاوخوا لکه څنګه چې انځور کې ښکاری سپنه ټېنګه ماده لېدلي وي او فکر مو کړی وي چې دا نطفه ده او د هګۍ له خوړلو تېر شوي اوسئ.
خو حقیقت دا دی چې دغه ټینګه سپنه ماده یو قوي پروټئني ځنځیر ده، چې د شالاژ په نوم یادېږي او په تازه هګیو کې په اسانۍ سره لیدل کېږي. دغه ځنځیر د هګۍ ژیړ له سپینو سره نښلوي او هغه په مرکزي نقطه کې ساتي.
او کله چې د هګۍ سپین او ژیړ سره جلا کو نو دا ماده له ژیړه ځان بېلوي او له سپین سره نښلي، نو له دې وروسته مو چې د هګۍ پخولو پر مهال شالاژ لیده پرته له کومې اندیښنې خپل دغه مقوي خواړه نوش جان کړئ.
د وېښتانو غښتلتیا لپاره د هګۍ ژېړ کارول اوس په یو دود بدل شوي؛ خو جالبه ده چې وپوهېږ که د هګۍ سپینو ګټه له ژېړو ډېره نه وي نو کمه هم نه ده.
د هګۍ سپینو څخه جوړ شوی ماسک د مخ او بدن پوستکي روښانتیا لامل کېږي همدا راز د مخ مکروبونو او دانو په لمنځه وړلو کې هم خواره مهم رول لوبوي.
د دې ترڅنګ د هګۍ سپینو دغه مایع څخه کولای شي د سر پوستکي غوړ په لمنځه وړلو کې کار واخلي او لکه څنګه چې دا ماده ویښتان کلک او غښتلي کوي نو د وېښتانو تویدو څخه په مخنیوي کې هم خورا اړین رول لوبوي.