کور پانه / لوبې / د نیوزلیند کرکټ ملي لوبډله روانه اونۍ تمرینات پیل وي

د نیوزلیند کرکټ ملي لوبډله روانه اونۍ تمرینات پیل وي

د نیوزلیند کرکټ بورډ اعلان کړی چې په همدې روانه اونۍ کې به یې سکواډ تمرینات پیل کړي.

د یاد بورډ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، وروسته له یو اوږد ځنډ څخه چې د کرونا ویروس له امله رامنځ ته شوی و، یو ځل بیا د لینکین تمریناتي مرکز کې خپل تمرینات پیل وي.

اعلامې کې همدا راز ویل شوي، په راتلونکو څو میاشتو کې لوبغاړوته دې تمرین لپاره شپږ تمریناتي کمپونه جوړ شي:

په راتلونکو شپږو میاشتو کې شپږ تمریناتي کمپونه د هېواد په ستر روزنیز مرکز لینکین کې جوړ شي، چې نارینه او ښځینه کرکټران به په کې خپل تمرینات ترسره کوي.

نېوزلیند هغه هېواد دی چې د کرونا پنډامي څخه ډیر لږ اغیز من شوی دی، داسې چې په دې هېواد کې ټول ټال د کرونا ویروس ۱۵۰۰ مثبتي پېښي ثب شوي او له ډلې یې ۱۴۰۰ بیرته رغیدلي او ۲۲ نور بیا مړه شوي دي.

د کرونا منحني په راټيټيدو سره کرکټ په ډګر کې هم واړه واړه ګامونه پورته شول، چې انګلینډ او ویسټ انډیز هم نن ټسټ لوبې ترسره کړې.

تر دې وړاندې اسټرالیا هم تمریناتي پیل کړي و.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د لنکا پریمیر لیګ دوېم پړاو لپاره اتو افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې

د سریلانکا هېواد مشهوره تجارتې کریکټ سیالیو دوېم پړاو لپاره ۸ افغان لوبغاړو خپل نومونه …