په ټوله نړۍ کې د هندواڼو څه باندې دولس سوه ۱۲۰۰ ډولونه پېژندل شوي چې له دغو دولس سوه ډولونو یې یو ډول ډینسک نومې هندواڼه ډیره زیاته بیه لري او خلک یې ډیره خوښوي هم .
دغه هندواڼه په محدود ډول د جاپان په شمال، هوکایډو جزیرې کې کرل کیږي چې په دغه سیمه کې هرکال کابو سل هندواڼې راټوکیږي .
ډینسک د نړۍ تر ټولو نایابه هندواڼه بلل کیږي او دغه هندوانه د نورو میوو په څیر مارکيټ یا دوکان کې نه شئ پیدا کولای بلکې د دغه هندوانې څو دانۍ هرکال د بولې لپاره راوړل کیږي او کوم کس چې زیاتې پیسې ورکړي نو دغه هندواڼه اخیستلی شي .
د دغې جاپانۍ هندواڼې بیه له سلګونو ډالرو څخه تر زرګونو ډالرو پورې وي .
په ۲۰۱۹ کال کې دغه هندوانه په ۶۰۰۰ ډالرو خرڅه شوي وه خو په تېرو دوو کلنو کې ډګرونو اوبو له وجې یې په پلورلو کې کموالی راغلی.