کور پانه / ادب / روغتیا / د مرچ له خوړلو وروسته شودې وڅښکي

د مرچ له خوړلو وروسته شودې وڅښکي


پوهان د مرچ له خوړو وروسته د ژبې سوخت لامل په هغه کې دهغو غدو شتون بولي چې د اسیدونو او ګرمۍ څخه د بدن ساتنه کوي.

د امریکا کیمیایي څېړنو انجمن وایي، په مرچو کې د کپسایسین په نوم کیماوي مواد شتون لري چې په ژبه کې د TRPVI په نوم درد غدې تحریکوي چې په ژبه کې د سوخت یا سوزیدو احساس رامنځته کیدو لامل کېږي.

کارپوهان په دې باور دي چې د مرچ او ترخو خوړو له خوړلو وروسته اوبه څښکل درد او سوزش لا ډېروي، خو په مقابل کې شودې څښکل کولای شي په ژبه کې د کپسایسین پریمنځلو او په ژبه کې د سوړ والې احساس رامنځته کړي.

کپسایسین یو ډول بې رنګه او بې بویه ماده ده چې په مرچو کې پیدا کېږي، کله چې یو کس مرچ وخوري مغز ته عصبي زیګنالونه لېږدول کېږي او بدن د هغه پر وړاندې محافظتي عکس‌العمل ښایي. پوهانو همدا راز موندلې چې د مرچو مصرف د ژبې تودوخې ډېریدو لامل کېږي.

نو له همدې کبله پوهان هغو کسانو ته چې د ترخو خوړو او مرچو خوړلو وروسته له مرچو سره د حساسیت او یا د ژبې له سوخت سره مخ شي د شودو څښکلو توصیه کوي، د شودو څښکلو سره د سوځیدو اثرات تسکین او ښه کېږي.

. وياند

دا هم ولولئ

په خالي معده د اوبو څښکلو معجزې

په جاپان کې سهار په نهره د تودو اوبو څښکل یو دود ګرځیدلی ځکه دوی …