کور پانه / ادب / روغتیا / د مخ لکو لمنځه وړلو اسانه اوطبیعي لار

د مخ لکو لمنځه وړلو اسانه اوطبیعي لار

د مخ لکۍ په ظاهري ښکلا مستقیمه اغیر لري، د لکۍ پیدا کیدو عوامل ځوانۍ دانې، بخار یا ګرمکۍ او سوزیدل دي.

د حفظ الصحي موادو کارول د لوړې بېې لرلو ترڅنګ ډير داسې کیمیاوي موادو لرونکي هم دي چې جانبي عوارض لري، نو پر دې بنسټ اړینه ده چې ښځې د خپل مخ لکو لمنځه وړلو لپاره له طبیعي موادو څخه کار واخلي، ځکه چې پوستکي ته هیڅ ډول زیان نه لري.

د مخ لکو لمنځه وړلو ځېني طبیعي طریقې په لاندې ډول دي:

د لیمو اوبه

مالوچ د اوبو او لیمو په هغه محلول کې چې د دواړو اندازه سره برابره وي لوند کړئ او د پنځو دقیقو لپاره یې پر لکه کېږدئ، دغه کړنه که په منظم ډول دوام پیدا کړي نو مثبته پایله به ولري. دغه درملنه لکه او مړ پوستکی له منځه وړي.

په کافي اندازه د اوبو کارول

یو اسانه او ارزانه لاره یې په کافي انداز د اوبو کارول دي، د ډیرو اوبو کارول د پوستکي رونټیا او تازه والي سبب کېږي.

شات

د دغې طبیعي مادې په منظم ډول کارول د پوستکې رغېدنې لامل کېږي، شات په مستقیم ډول پر لکه کېدی او وروسته له شل دقیقو یې پریمنځئ، همدا راز کولای شئ له مرطوب کوونکو سره یې هم ګډ کړئ.

د بادرنګ اوبه

د بادرنګو اوبو کارونه د دې ترڅنګ چې لکې له منځه وړي پوستکې پاک او سالم ساتي.

د کاکائو کوچ

د غه یو ګټور او طبیعي محصول دی چې ډیر طرفداران لري، په ځانګړي ډول په امندوارو ښځو کې چې پر مخو نو یې ډیرې لکې پیدا کېږي. همدا راز دغه کوچ د چاقي او ډنګروالي له امله په جلد کې د رامنځته شویو خطونو لمنځه وړلو لپاره هم ګټور دي او په منظم ډول یې کارول مثبته پایله لرلی شي.

د غوړیو مخلوط

بله موثره لاره یې د زیتون غوړیو، ویټامین e او ګلابیت مخلوط کارونه ده، دغه مخلوط د لکو په لمنځه وړلو کې ډير اغیزمن دی. لومړی مو مخ پاک ومېنځی تر څو غوړ او خیره یې په بشپړ ډول لمنځه لاړه شي وروسته د ورځې درې یا څلور ځله دغه مواد پر لکه کېدئ.

پاملرنه: که په پورته ذکر شویو طریقو مو لکې لمنځه لاړ نه ړې نو حتما له یو جلدي ډاکټر سره مشوره وکړئ

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …