کور پانه / ادب / روغتیا / د مخ له دانو څخه د خلاصون کورنۍ درملنه

د مخ له دانو څخه د خلاصون کورنۍ درملنه

ځواني دانې د پوستکي یو عامه ناروغي ده چې نن ورځ ګڼ شمېر ځوانان ترې رنځ وړي.‎ پر مخ ختونکې دانې بېلابېل ډولونه لري همدا راز د بېلابېلو لاملونو له کبله پر جلد دانې را خېژي د جلد په برخه کې پوهان پر مخ د دانو راختلو یو څو ډېر مهم فکټورنه چې تر نورو ډېر اغیزمن دي داسې ښایي؛

د انسان پوستکي کې یو ډول غدې شتون لري چې د سېبم په نوم مواد افرازوي او د دغو موادو ډېروالی بیا د دانو ختلو لامل کېږي.

هغه پوستکی چې ډیر غوړ تولیدوی

په جلد کې د پروپیونایبټیریم اکنی په نوم د بکتریا شتون

د پوستکي سوزش، چې هم د سوروالي لامل کیږي

جلدي روغتیاپالان ښه پوهېږي چې دانې ستاسو په مخ د کوم فکټور له کبله رامنځته شوي، په هرصورت ، د علت په پام کې نیولو پرته د درملنې او مخنیوي ډیرې لارې یې شتون لري چې د کاروان روغتیا په دې برخه کې مونږ له یو څو اسانه او ازرانه میتودنو څخه یاونه کړې چې ډېر اغیزمن دي.

د هګۍ سپین دانې لمنځه وړي

د هګۍ سپين د دانو لمنځه وړلو ترټولو اسانه او اغیزمنه لار ده ځکه چې د هګۍ سپین امینو اسیدونه لري. د استعمال طریقه یې داسې ده چې د هګۍ سپين چې ژېړ ترې په بشپړ ډول بیل شوی وي را واخلئ او سم یې وخوځوئ یایې د یوې قاشوغې په مرسته ولړئ او د دانو پر ځای یې ووهئ. دا کار درې یا څلور ځله تکرار کړئ.

د غاښونو کریم

د غاښونو کریم د دانو وچولو، سوروالې او خارښت لمنځه وړلو تر ټولو غوره درمل ده، ځکه چې په خپل ترکېب کې د مینتول، الکول، هایډروجو پراوکسایډ، سوډا او بیکینګ پوډر لري. د استمعال طریقه یې داسې ده چې شپې له ویده کېدو وړاندې د غاښونو کریم د دانو پر ځاینو ووهئ او سهار یې پاک ومینځئ.

سرکه یا هوږه

سرکه او هوګه دواړه کولای شي چې دمخ دانۍ لمنځه یوسي ځکه چې دا دواړه د بکتریاوو ضد خاصیتونه لري.

لېمو

لېمو چې د دانو وچولو یوه غوره لار ده او دانې په ډېرې اسانۍ سره وچوي که په منظم ډول ووهل شي نو پر جلد به مو هېڅ کله دانۍ راونه وځي ځکه چې لېمو په خپل ترکېب کې ویټامین سي لري. تازه لېمو راواخلئ او د دانو پر ځای یې ووهئ ان شاءالله د دانو له غمه به بې غمه شئ.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

مسج کول مو فشار ټیټوي-څېړنه

پوهانو وايي: دټیلفون له لارې دلنډو پیغامونوSMS لیږد له سړی سره دا مرسته کوي، چې …