کور پانه / ادب / د محمد نبي لوبیز ژوند او خیریه کارونه

د محمد نبي لوبیز ژوند او خیریه کارونه

د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوری محمد نبي د ۱۹۸۵م زېږدیز کال د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نېټې د لوګر په محمد آغې کې زېږېدلی.

محمد نبي دا مهال ۳۵ کاله عمر لري او د افغان کرکټ ملي لوبډلې له پخوانیو لوبغاړو شمېرل کېږي.

محمد نبي لومړی ځل په ۲۰۰۹م زېږدیز کال کې د سکاټلنډ خلاف پنځوس اوریزه لوبه وکړه، لومړۍ شل اوریزه لوبه یی ۲۰۱۰م زېږدیز کال کې د آېرلنډ خلاف او لومړۍ ټېسټ لوبه یې بیا په ۲۰۱۸م زېږدیز کال کې د هند خلاف وکړه.

محمد نبي تر دې دمه ۱۲۴ یو ورځنۍ، ۷۴ شل اوریزې او ۳ ټېسټ سیالۍ کړي، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۷۹۶ په شل اوریزو کې یې ۱۲۹۶ او ټېسټ لوبو کې یې بیا یواځې ۲۵ منډې کړي.

نبي سره له دې چې ښه توپ وهونکی دی یو ښه توپ اچوونکی هم دی، په پنځوس اوریزو لوبو کې یې ۱۳۰، په شل اوریزو لوبو کې یې ۶۹ او ټېسټ لوبو کې یې ۸ وېکټې اخیستي.

نبي د یو بالېنګ آلرونډر په حیث ډېری وخت لوبډلې کې لوبېږي.

نبي اوس د شل اوریزو لوبو لومړۍ او د پنځوس اوریزو لوبو دویم آلرونډر دی.

نبي د تېرې سېپټمبر میاشتې په لومړیو کې له ټېسټ کرکټ ځخه استعفاء وکړه او هغه وویل؛

(( غواړم ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړم))

محمد نبي د(. محمد نبي خیریه بنسټ ) یا MNF په نوم یو خیریه بنسټ هم لري چې له بې وزلو سره مرسته کوي، په وروستیو کې د نبي بنسټ په نورو ولایتونو کې هم په کار پیل کړی چې ډېرو بې وزلو خلکو سره یې مرسته کړې، MNF بنسټ سږ کال ۵۰۰ بې وزلو ته د ژمي کالي هم ورکړل او لغمان کې یې هم ګڼو بې وزلو سره مرسته وکړه.

. كاروان

دا هم ولولئ

کريکټ بورډ د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلمشر اعلان کړ.

د افغانستان د کريکټ بورډ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راځي چې راشد خان …