لندن کې یو ۲۹ کلن مسلمان ځوان د خپلې خوښې مېرمنې د پیدا کولو لپاره بیلبورډونه نصب کړي.
نوموړي چې محمد لک نومېږي په یادو بیلبورډونو لیکلي :
ما د کورنۍ په خوښه واده نه وژغورئ!
هغه د خپلو یادو څرګندونو په اړه ویلي چې دی د کورنۍ په خوښه له واده کولو له پروسې سره مخالف نه دی خو په وینا یې دی خپله نه غواړي د کورنۍ په خوښه دې واده وکړي.
خو جالبه داده چې یاد ځوان له خپل سرعام فریاد نه وروسته د واده لپاره د ۴۰۰ علاقه مندو نجونو غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي.